د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

اوکراین: روسي ملاتړو تېرو ۲۴ ساعتونو کې له اوربنده ۶۰ ځله سرغړونې کړي


د اوکراین پوځ
د اوکراین پوځ

اوکراین نن وویل، د روسیې په ملاتړ د دغه هېواد په ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو له لوري له اوربنده ناڅاپي په بې ساري ډول سرغړونې زیاتې شوي دي.

کیف په داسې وخت کې دا تور پورې کوي چې واشنګټن خبرداری ورکړی دی چې روسیه بهانې لټوي چې په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین برید وکړي.

د اوکراین پوځ په یوه راپور کې څرګنده کړه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له اوربنده شپېته ځله سرغړونې شوي دي چې دا بې سارې دي. د راپور له مخې د اوکراین یو سرتیری ټپي شوی دی.

د اوکراین پوځ وایي، بېلتون غوښتونکو پر لسو استوګن ځایونو د توپونو او هاوانونو ډزې کړي دي.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي د حکومتي ځواکونو او بیلتون غوښتونکو ترمنځ په لومړۍ کرښه د ناڅاپي ډزو زیاتېدل یوه پارونکې هڅه وبلله چې له امله یې په یوه وړکتون کې دوه ماشومان ټپیان شول.

اوکراین د خپل هېواد په ختیځ کې د دوه زره څوارلسم کال له اپریله را په دې خوا له بیلتون غوښتونکو سره په جګړه دی.

په دې جګړه کې تر اوسه لږ تر لږه ۱۳ زره دوه سوه کسان وژل شوي دي.

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون د ملګروملتونو امنیت شورا ته وویل، روسیې د جګړې په لور ګامونه اخیستي دي او د اوکراین له سرحد سره د ځواکونو د زیاتېدو پرسر د کړکېچ د حل یوازینۍ مسوولانه لار ډپلوماسي ده.

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن
د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

دې جګپوړی امریکایي ډپلوماټ خبرداری ورکړ چې روسي ځواکونه په راتلونکو ورځو کې پر اوکراین د برید لپاره چمتوالی نیسي.

ښاغلي بلېنکن امنیت شورا ته وویل: "جګړه مه پیلوئ مخه یې ونیسئ."

بلېنکن مسکو وهڅاوه چې بله لاره خپله کړي او له جګړې چې په میلیونونو انسانان او د هغوی ژوند اغېزمنوي، ډډه وکړي.

د امنیت شورا پنځلس غړیو ته په نیویارک کې د خبرو پر مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل، د روسیې حکومت دغه نن کولی شي چې اعلان وکړي چې پر اوکراین برید نه کوي.

بلېنکن دا خبر هم ورکړ چې راتلونکې اوونۍ به د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په اروپا کې په خپله وګوري او جرمني او فرانسه دې ته چمتو دي چې د اکراین په ختیځ کې د کړکېچ په تړاو د مېنسک د اوربند د تړون په رڼا کې خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG