د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۹

زابل کې څاه ته لوېدلي ماشوم ساه ورکړه


څاه ته لویدلی ماشوم
څاه ته لویدلی ماشوم

راپورونه وايي، په زابل کې د حیدر په نوم هغه ماشوم چې څو ورځو مخکې څاه ته لوېدلی و، له ډېرو هڅو سره- سره ساه ورکړه.

له څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو شبکو په دې باب ضد و نقیض راپورونه خپرېدل.

په زابل کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور سپرست رییس شرافت ویاړ وایي، دغه پنځه کلن ماشوم چې حیدر نومیده د سې شنې په ورځ ۶۰ متره ژورې څاه ته لویدلی وو او نن سهار په داسې حالت کې را ویستل شو چې مخکې یې ساه ورکړې وه.

ویاړ زیاتوي: "لکه څنګه چې تاسې په جریان کې یاست په زابل کې د څو ورځو راهیسې یو ماشوم څاه ته لویدلی و، نن سهار مو د هغه جسد ترلاسه کړ، خو له بده مرغه ژوند یې له لاسه ورکړی و، د ماشوم د ژغورلو لپاره د زابل ټولو دولتي ادارو او عامو خلکو له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړه."

د دغه ماشوم د ژغورلو د هڅو په دوام د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر ملایعقوب او د دې حکومت بل لوړپوړی چارواکې انس حقاني هم سیمې ته ورغلی و.

د حیدر ماشوم موضوع په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه توګه خپره شوه او د دې رسنیو ګڼو کاروونکو د ماشوم د ژغورولو لپاره دعاګانې وکړې.

XS
SM
MD
LG