د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د منځنۍ اسیا د فوټسال په سیالیو افغان لوبډلې دوهم مقام ترلاسه کړ


د مرکزي اسیا د ۱۹ کلنو فوټسال لوبو په لړ کې افغانستان وروستۍ لوبه له اوزبیکستان سره درلوده، چې ۸ پر ۱ يې له سیالې لوبډلې څخه وګټله.
د مرکزي اسیا د ۱۹ کلنو فوټسال لوبو په لړ کې افغانستان وروستۍ لوبه له اوزبیکستان سره درلوده، چې ۸ پر ۱ يې له سیالې لوبډلې څخه وګټله.

ټاکل شوې ده چې د منځنۍ اسیا د فوتسال د سیالیو د پای مراسم سبا شنبه (د سلواغې ۳۰مه) مازدېګر جوړ شي او د افغانستان تر ۱۹ کلونو کشره لوبډله د سپینو زرو مډال ترلاسه کړي.

ایران د دغو سیالیو اتلولي وګټله، خو افغانستان چې یوه سیالۍ یې بایللې او درې ګټلې وې، دوهم شو.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون ویاند فېروز مشعوف په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زموږ د فوټسال تر نولسو کلونو کشرې لوبډلې ازبیکستان ته اته پر یو ماتې ورکړه او د یوې ماتې او درېيو بریو له کبله یې ۹ امتیازونه ترلاسه کړل او دوهمه شوه."

افغانستان د فوټسال په سیالیو کې د ازبیکستان ترڅنګ قرغېزستان او تاجکستان ته هم ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG