د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

۳ورځې وشوې لاهم زابل کې ژورې څاه ته لویدلی ماشوم نه‌دی ژغورل شوی


په زابل ولایت کې ژغورونکي هڅه کوي چې په شوکاک کلي کې هغه ماشوم راوباسي چې درې ورځې وړاندې یوې ژورې څاه ته لوېدلی و.

په شوکاک کلي کې د دغه ماشوم د راایستلو لپاره پرون په داسې حال کې د خلکو هلې ځلې روانې وې چې څه کم دوې اوونۍ وړاندې په یوه بل څاه کې د یوه بل ماشوم د ژغورلو هڅې ناکامې شوې او ماشوم مړ شو.

څاه ته لویدلی ماشوم
څاه ته لویدلی ماشوم

ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوېو ویډیوګانو کې کلیوال او طالب چارواکي لیدل کېږي چې په هغه ځای کې راټول شوي چې له څاه د حیدر په نوم د ۹ کلن ماشوم د ایستلو لپاره هلې ځلې روانې دي.

د طالبانو د حکومت دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د روغتیا وزیر عبدالباري عمر او د کورنیو چارو وزارت سلاکار انس حقاني د پېښې ځای ته تللي دي.

ماشوم د خپل بدن پاسنۍ برخه او لاسونه خوځولی شي.

له پاسه پلار ورته وايي:"زویه ښه یې؟ له ما سره خبرې کوه، ژاړه مه. موږ لګیا یوو چې تا راوباسو."

ارشیف، د زابل مرکز کلات
ارشیف، د زابل مرکز کلات

زوی یې چې په غږ کې یې مایوسي څرګندېږي، وايي "سمه ده، زه به درسره ږغېږم."

د ماشوم غږ د هغې کمرې په وسیله ثبت شوی چې ژغورونکو د پړي په وسیله څاه ته کښته کړی دی.

ځايي مشران وايي، څاه ۲۵ متره ژوره ده خو ماشوم د څاه په لس مترۍ کې بند پاتې دی.

ځايي خبریال بسم الله پښتونمل تېره شپه ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د شپې تر یوولس بجو پورې لا ماشوم نه و راایستل شوی. خو هڅې روانې وې."

ژغورونکي د څاه یو اړخ کیندي چې ماشوم ته ځانونه ورسوي. دې ته ورته هڅه د روانې فبروۍ په لومړیو کې د یوه بل ماشوم د ژغورلو لپاره شوې وه خو هغه ۳۲ متره لاندې لوېدلی و او ژغورل یې ډېر ګران کار و.

XS
SM
MD
LG