د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۴

هاګ کې په جنګي جنایت تورن افغان محاکمه پیل شوه

د هالنډ هاګ محکمه
د هالنډ هاګ محکمه

د هالنډ د هاګ په نړیواله محکمه کې د هغه افغان محاکمه روانه ده چې ادعا کېږي د ۱۹۸۳ او ۱۹۹۰ کلنو ترمنځ د پلچرخي محبس د سیاسي بندیانو د برخې قوماندان و.

دا افغان، چې ۷۶ کلن دی د سیاسي بندیانو په شکنجه کولو او وژلو تورن دی.

ده پرون چهارشنبې هاګ محکمې ته وویل چې په نوم کې یې تېروتنه شوې ده.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر اساس، عبدالرفیف قاضیانو ته وویل، هغه څوک نه دی چې دوی یې په اړه فکر کوي.

ده په عین حال کې وویل چې خپل اصلي نوم یې په یاد نه دی.

قاضیانو پر هغه تور پورې کړی چې په هالنډ کې د عبدالرفیف په جعلي نوم اوسېده خو اصلي نوم یې عبدالرزاق عریف دی او له ۱۹۸۳ تر ۱۹۹۰ پورې په کابل کې د پلچرخي محبس قوماندان و.

ارشیف؛ پلچرخي زندان
ارشیف؛ پلچرخي زندان

څارنوالې مریم بلوم د دې قضیې په اړه وویل:" دا محاکمه د یوه افغان الاصله هالنډي په اړه ده چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې په کابل کې په جنګي جنایت تورن دی. په ده شک دی چې په پلچرخي محبس کې یې کار کړی او هلته سیاسي بندیان او د رژیم مخالفان بندیان وو."

خو عبدالرفیف د خپل هویت په اړه د قاضیانو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ناروغ او ګنکس دی، هېڅ شی یې نه په یادېږي.

رفیف په ۲۰۰۱کال په هالنډ کې پناه واخیسته او وروسته یې د دغه هېواد تابعیت ترلاسه کړ.

دی د نړیوالو قضايي اصولو پر اساس محاکمه کېږي چې پر اساس یې مجرم له خپل هېواده بهر تعقیب او محاکمه کېدای شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، تر دې مخکې په هالنډ کې د شوروي اتحاد د یرغل د مودې د افغانستان درې استخباراتي چارواکي په ورته جرمونو محاکمه شوي دي.

که څه هم عبدالرفیف دا ردوی چې په پلچرخي محبس کې قوماندان و خو څارنواله اغلې بلوم وايي چې دوی د نوموړي په اړه ډېرې څېړنې کړي او د دې قضیې په اړه یې په بېلابېلو هېوادونو کې له ۲۵ تنو سره خبرې کړي چې له هغو څخه ورته څرګنده شوې چې عبدالرفیف هماغه کس دی چې په اتیایمه لسیزه کې د پلچرخي د سیاسي برخې قوماندان و.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG