د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

کرکټ؛ په بنګله دېش کې افغانه لوبډله نن تمرینات پیلوي


ارشیف؛ د کرکټ افغانه لوبډله
ارشیف؛ د کرکټ افغانه لوبډله

د بنګله دېش کرکټ بورډ پرون چهارشنبې وویل، د افغانستان د کرکټ د لوبغاړو د کرونا دوهم ټېسټ وښوده چې دغه هېواد ته د ۸ واړو رسېدلیو لوبغاړو ازمېښت منفي دی.

تر دې یوه ورځ وړاندې د ۸ افغان لوبغاړو او د هغو د ۳ اداري کارکوونکو د کرونا ټېست مثبت ښودل شوی و.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان او بنګله دېش د کرکټ لوبډلې درې یو ورځینۍ او دوې شل اوره سیالۍ وکړي.

د بنګله دېش کرکټ بورډ وايي، دې ته په پام چې د ټولو افغان لوبغاړو د کرونا ټېست منفي دی، دوی به کولای شي چې له نن پنجشنبې څخه تمرین پیل کړي.

XS
SM
MD
LG