د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۶ کب ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۱۵

د فوټسال تر ۱۹ کلونو کم عمره افغان لوبډله ازبېکستان سره لوبه لري

د فوټسال تر نولس کلونو کم عمره افغان لوبډله
د فوټسال تر نولس کلونو کم عمره افغان لوبډله

د افغانستان د فوټسال تر نولس کلونو کم عمره لوبډله به سبا له ازبیکستان سره د منځۍ اسیا د فوټسال د اتلولیو په ترڅ کې لوبه وکړي.

دا مسابقه، په دې جام کې چې د قرغیزستان په پلازمېنه بشکېک کې روانه ده، د دوهم مقام پر سر ده.

د منځۍ اسیا د فوټسال تر نولس کلونو کم عمره افغان لوبډله تر اوسه د منځنۍ اسیا د فوټسال د اتلولیو په روانو لوبو کې توانیدلې ده چې د برونزو مډال خپل کړي.

که دې لوبډلې ازیبکستان ته ماتې ورکړه د سپینو زرو مډال به ترلاسه کړي.

د افغانستان د فوټبال د فدراسیون ویاند فیروز مشعوف ازادي راډیو ته وویل، که ازبیکستان ته ماتې ورکړي دوهم مقام به خپل کړي: "زموږ ملي لوبډلې تر اوسه درې لوبې کړي دي، یوه لوبه یې ایران ته بایللې. دوې لوبې یې ګټلې، هم یې قرغیزستان ته او هم یې تاجکستان ته ماتې ورکړې. د اوس لپاره زموږ درېیم مقام او د بُرونزو مډال کره شوی، که ازبیکستان ته ماتې ورکړو نو دوهم مقام به مو خپل کړی وي."

دا لوبې د قرغیزستان په پلازمېنه بشکېک کې روانې دي.

XS
SM
MD
LG