د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۰۴

بغلان کې د ۷ لوبډلو په ګډون د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په بغلان ولایت کې د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون د خبرپاڼې پر بنسټ، په بغلان ولایت کې د فوټبال غوره لیګ یادې سیالي پرون د ۷ لوبډلو په ګډون پیل شوې.

په پرونۍ لوبه کې د امو څپې او اتحاد جوانان لوبډلو په خپلو کې لوبه وکړه چې اتحاد جوانان لوبډلې وکړای شول یو د صفر پر وړاندې امو څپې ته ماتې ورکړي.

د دغه لیګ د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ د فوټبال لوبې غوړېدل او د بغلان د فوټبال ولایتي ټیم لپاره د غوره څیرو پېژندل بلل شوي دي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG