د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۸

ای پي اېل: د لوبغاړو د پېرلو پروسه پای ته ورسېده


د هند د کرکټ غوره لیګ
د هند د کرکټ غوره لیګ

د هندوستان د کرکټ لیګ ( IPL ) د پنځلسم پړاو د لوبغاړو د پېرلو پروسه د څلور افغانانو په اخیستلو سره تېره ورځ ناوخته پای ته ورسېده.

د ورزشي اژانسونو د راپورونو له مخې، محمد نبي، راشد خان، فضل الحق فاروقي او نور احمد لکڼوال هغه څلور افغان لوبغاړي دي چې سږکال به په دې لیګ کې د افغانستان استازيتوب کوي.

یاد لیګ ته شااوخوا ۵۹۰ لوبغاړو نوم لیکنه کړې وه چې له دې ډلې د لسو لوبډلو لپاره ۲۰۴ لوبغاړي واخیستل شول.

XS
SM
MD
LG