د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۳ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۱۱

خوست کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې

ارشیف، د خوست د فوټبال لوبغالی
ارشیف، د خوست د فوټبال لوبغالی

په خوست ولایت کې د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د افغانستان د بدني روزنې او ورزش ادارې د یوه خبر په خپرولو سره ویلي دي چې دا سیالۍ یې د خوست ولایت په اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ کې له نشه یي توکو سره د مبارزې په هدف پیل کړي دي.

په یادو سیالیو کې د نادرشاه‌ کوټ، اسماعیل‌ خېلو او مندوزیو ولسوالیو ۷ لوبډلې برخه اخلي چې نېږدې یوه میاشت به دوام وکړي.

په خوست کې د فوټبال فدراسیون مسوولان وايي، هڅه کوي چې ورزش لېرې پرتو ولسوالیو ته ولېږدوي او ځوانان سالمو مصروفیتونو ته را وبولي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG