د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

پنټاګون: د امریکا اوبتل د روسیې اوبو ته نه‌دی ننوتلی


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

پنټاګون وایي، داسې شواهد نشته چې ګواکې د دوی اوبتل یا تحت البحري دې د کوریل ټاپوګانو په نژدې سیمه کې د روسیې اوبو ته ننوتلی وي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ د امریکا د پوځ یوه ویاند کایل رینز (Kyle Raines) په یوه بیان کې ویلي، متحده ایالاتونو د روسیې د قلمرو په اوبو کې عملیات نه دي ترسره کړي.

رینز زیاته کړې:"موږ د خپلو اوبتلونو د کره ځای په اړه څه نه وایو" خو په خبره یې دا اوبتلونه په نړیوالو اوبو کې لامبو وهي، الوتنې کوي او خپلې چارې په پوره سوچ او اسانتیا مخته وړي.

دا اعلامیه وروسته تر دې خپره شوه چې روسیې وویل، د امریکا یو اوبتل یا تحت البحري یې وروسته تر دې له خپلو اوبو بهر ته بدرګه کړ چې د دوی د وتلو لارښوونې ته یې پام ونه کړ.

انټرفاکس خبري اژانس د روسیې د دفاع وزارت په حواله ویلي، دغه امریکایي اوبتل یې د روسي پوځیانو د سمندر لاندې تمرینونو پرمهال په ارام اقیانوس کې لیدلی او لارښونه یې ورته کړې چې په بېړه د اوبو تل ته ولاړ شي.

ارشیف، د امریکا یو اوبتل
ارشیف، د امریکا یو اوبتل

د روسیې د رسمي راپور له مخې، یوې روسي بیړۍ د دغه امریکایي اوبتل په وړاندې له "مناسبو وسیلو" کار اخیستی او دې اوبتل له همدې وروسته د روسیې د اوبو سطحه پرېښوده.

روسیې امریکا تورنه کړې چې نړیوال قوانین یې مات کړي او د دوی ملي امنیت ته یې ګواښ پېښ کړی دی.

روسیې دغه راز د امریکا پوځي اتشه احضار کړی او هغه ته یې په لیکلي بڼه ویلي چې راتلونکې کې ورته وضعیت ورته د منلو نه دی.

اوبتل یا تحت البحري هغه پوځي وسیلې دي چې په سمندرونو کې د اوبو پر سر او د اوبو په تل کې تګ او راتګ کولی شي او د پوځي موخو لپاره کاریږي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې د اوکراین پولې ته نژدې د روسیې پوځي تحرکاتو د مسکو او واشنګټن اړیکې خړې پړې کړي دي.

امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو خبرداری ورکړی چې په اوکراین کې ژر د جګړې اور بلیدی شي او په همدې اړه د روسیې او امریکا ولسمشرانو او دفاع وزیرانو ټیلیفوني خبرې هم کړي دي.

XS
SM
MD
LG