د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

ارزګانیان: ځینو ښوونځیو کې لاهم ماینونه او د طالبانو پوستې، ویجاړ دې هم ورغول شي


د ارزګان یو ویجاړ ښوونځی
د ارزګان یو ویجاړ ښوونځی

دا چې د ښوونځیو پیل ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، د ارزګان ولایت اوسېدونکې وايي، دغه ولایت کې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پر مهال د نور برخو تر څنګ د ښوونځيو ودانیو ته زیات زیان رسیدلی او په وینا یې دولت او نړیوالو خېره بنسټونو ته په کار ده چې دا ښوونځي بېرته ورغوي.

مطیع الله د ارزګان ولایت د یکلنګي د سیمې اوسېدونکي ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د کلي ښوونځی د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پرمهال تخریب شوی، دولت ته په کار ده چې یاد ښوونځی بېرته ورغوي."

د یکلنګي دا ښوونځی تر دولسم ټولګي پورې دی چې شااوخوا دوه نیم زره زده کونکي لري، خو اوس مهال ټول تخریب شوی دی.

د ارزګان یو ویجاړ ښوونځی
د ارزګان یو ویجاړ ښوونځی

د دغه ولایت یو شمېر نور اوسېدونکي بیا وايي، دغه ولایت کې په ګڼو نور ښوونځیو کې ماینونه ښځ دي او یو شمېر نورو کې بیا طالبانو خونې جوړې کړي دي.

د ارزګان ولایت د نچین د سیمې اوسېدونکی اغا ولي ازادي راډيو ته وویل: "د نچین او نورو سیمو کې ښوونځي د مخکني حکومت پرمهال د پوځ د سرتېرو پوستې او قرارګاوې وې، اوس بیا طالبانو په کې پوستې جوړې کړي، تر ډېره دا ښوونځي ویجاړ دي او ځینو نورو کې لاهم ماینونه ښخ دي."

اغا ولي او د سیمې نور خلک له طالب مشرانو غوښتنه کوي چې ویجاړ شوي ښوونځي دې ورغوي، له ښوونځیو دې پوستې وباسي او ماینونه دې هم پاک کړي، څو راتلونکي تعلیمي کال کې ماشومان په خوندي توګه په کې زده کړې وکړي.

د معلوماتو پر اساس په ټول ارزګان ولایت کې اوس مهال ۲۴۵ باب ښوونځي شته چې د پوهنې د ریاست د معلومات پر اساس تر ۳۰ پورې ښوونځي تړلي، خو د تړلو ښوونځیو شمېر د تېرنظام پرمهال شااوخوا ۶۰ ښوونځي د ناامنیو له امله تړلي وو.

د ارزګان یو ویجاړ ښوونځی
د ارزګان یو ویجاړ ښوونځی

د ارزګان ولایت د پوهنې ریاست رییس مولوي خیرالله حق نما ازادي راډيو وویل:"موږ پلان لرو چې د جګړو له امله ویجاړ شوي ښوونځي ورغوو، په دې اړه مو د خپلو مشرانو سره خبرې کړي دي، ځینو ښوونځیو کې طالبان شته، خو دا موږ خپله په کې ځای پرځای کړي، څو د یادو ښوونځیو ساتنه وکړي، همدا راز ټول ښوونځي مو له ماینونو څخه پاک کړي هم دي."

خیرالله حق نما هغه خبرې رد کړې چې ګنې دوی ښوونځي د سنګر په توګه کاروي .

حق نما وايي، دغه ولایت کې په سلو کې نږدې ۲۰ سلنه ښوونځي تخریب شوي دي چې اوس مهال د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

XS
SM
MD
LG