د منځنۍ اسیا د فوټسال د نولس کلنو په اتلولۍ جام کې افغان ټیم نن ماښام له کوربه قرغیزستان سره لوبه لري.
افغانستان داسې وخت له قرغیزستان سره مخ کېږي چې په دې سیالیو کې یې پيل په ماتې کړی دی.
د افغانستان د فوټسال کمېټې د معلوماتو پر اساس پرون له ایران سره په لوبه کې افغان ټيم لس ګولونه وخوړل او په خپله یواځې د درېیو ګولونو په وهلو بریالي شول.
د منځنۍ اسیا د فوټسال نولس کلنو اتلولۍ جام یا کافا د قرغیزستان په کوربه توب پيل شوی.