د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۶

د راډیو نړیواله ورځ؛ یونېسکو: سږ دا ورځ د ۳ شعارونو تر چتر لاندې ونمانځئ


ارزګان کې د ازادي رآډیو یو تن مینه وال
ارزګان کې د ازادي رآډیو یو تن مینه وال
  • راډیو څنګه رامنځته شوه؟

له نن نه ۱۳۶ کاله وړاندې یعنې په ۱۸۸۶ کال کې یوه جرمني فزیک پوه هینریخ هیرتز ( Heinrich Hertz) د لومړي ځل لپاره د راډیو څپې وپېژندلې.

تر دې لس کاله وروسته د ۱۸۹۵ او ۱۸۹۶ کلونو ترمنځ ایټالوي پوه ګوګلیلمو مرکوني( Guglielmo Marconi) په عملي ډول د راډیو د نشر تخنیکي وسیلې جوړې چې ورسره یې لومړنۍ خپرونې هم پيل کړې.

ایټالوي پوه ګوګلیلمو مرکوني
ایټالوي پوه ګوګلیلمو مرکوني

په نړۍ کې د راډیو د جوړېدو څه باندې پېړۍ ووته، خو ملګري ملتونه وایي، لا هم دغه رسنۍ په پراخ ډول اورېدل کیږي.

د ملګرو ملتونو علمي، ښونیزې او کلتوري څانګې یونېسکو په ۲۰۱۱ کال کې د فبرورۍ ۱۳مه د راډيو د نړیوالې ورځې په توګه ونوموله چې بیا ۲۰۱۲ کال کې دا وړاندیز د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې تصویب هم شو.

یونېسکو سږ کال له راډیویي بنسټونو غوښتي چې د راډیو ورځ د درېیو شعارونو تر چتر لاندې ونمانځي.

دا شعارونه په خپلواکه توګه د لوړکیفیت تولید، د اورېدونکو په پام کې نیول او له نورو سره د سیالۍ ژمنتیا ده.

د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر افغانستان کې هم راډیو په رسنیر ډګر کې لا لومړی ځای ساتلی دی.

تاریخ پوه استاد حبیب الله رفیع وایي، د لومړي ځل لپاره ۹۶ کاله وړاندې کابل کې د راډیو جوړېدو ته اقدام وشو، دا پر افغانستان د غازي امان الله خان د واکمنۍ دوره وه.

تاریخ پوه استاد حبیب الله رفیع
تاریخ پوه استاد حبیب الله رفیع

دی وايي: "اقدام په ( ۱۳۰۴ه ل ) کال کې وشو، ماشینونه یې را وغوښتل شول او انجینران زده کړو ته ولېږل شول، بالاخره ۱۳۰۶ کال کې یې په نشراتو پيل وکړ او کابل کې یې خپرونې کولې، دغې راډیو د سقاو د زوی (حبیب الله کلکاني) تر وخته فعالیت درلود او بیا متوقف شو، بیا دوهم ځل راډیو کابل لپاره ۱۳۱۷ کال کې اقدامات وشول، ستډیو ورته جوړه او یو ګروپ ورته جوړ شو، بالاخره د ۱۳۲۰کال د وري په لومړۍ شپه د کابل راډیو خپل نشرات پيل کړل."

کابل کې لومړنۍ راډیو چې ۱۳۰۴ کال کې جوړه شوه په پل ارتل سیمه کې یې د لندنۍ کوټې په نوم یوې ودانۍ نه خپرونې کولې چې اوس یې د ودانۍ اثار نشته، خو کابل راډیو بیا ۱۳۲۰ کال کې پل باغ-عمومي ساحه کې د سیند پر غاړه یوې ودانۍ نه خپرونې پيل کړې.

افغانستان کې هم دا دی راډیو نژدې یوه پیړۍ سابقه لري، خو لا یې هم میلیونونه کسان اوري او خپله خبري، معلوماتي او تفریحي تنده پرې ماتوي.

۲۶ کلن کندهاری ځوان نصیب الله اڅکزی وایي د راډیو په اورېدو روږدی شوی دی: "زه له راډیو سره ډېره زیاته مېنه لرمه، په کومه ورځ یې چې وا نه ورم داسې یم لکه یو څه چې رانه ورک وي او داسې سرګردانه یم لکه نشه یي چې نشه نه وي کړي."

افغانستان کې هم دا دی راډیو نژدې یوه پیړۍ سابقه لري، خو لا یې هم میلیونونه کسان اوري
افغانستان کې هم دا دی راډیو نژدې یوه پیړۍ سابقه لري، خو لا یې هم میلیونونه کسان اوري

د پکتیکا اوسیدونکی سیف الرحمان شهاب او د زابل یو اوسیدونکی عصمت الله عمري وایي، راډیو اورېدل د ټولنې یوه اړتیا ده:"د راډیو اورېدل اوس د خلکو په اړتیا بدله شوې ده، خصوصاً هغو سیمو کې چې هلته برېښنا نشته، د راډیو له لارې د مسایلو تعقیب او د خبرونو اورېدل په ارازنه ان وړیا توګه دوی ته ور رسیږي، خپله مې عادت کړی دی، ورځ مې د راډیو په اورېدو پیلوم.

-راډیو د معلوماتو بهترینه سرچینه ده، په ورځني ډول مو له هېواد او نړۍ نه خبروي، راډیو دغه اسانتیا لري چې هم مهاله هم کار کولی او هم راډیو اوریدلی شي."

پوښتنه دا ده چې د ټکنالوجۍ او ټولنیزو رسنیو له تاوده بازار سره سره ولې د راډیو اورېدلو دود افغانستان کې ژوندی دی؟

ژورنالېست او د خپلواکو خبریالانو د ټولنې مشر رحیم الله سمندر یې په اړه وایي: "د افغانستان غوندې یوه ټولنه کې راډیو ځکه تاثیر ګذاره ده چې دغه نوې میډیا یا سوشیل میډیا له ګڼو ستونزه سره مخامخ ده، خلک باور نه پرې کوي، سوشیل میډیا کې ستونزې دا دي چې تبلیغاتي او ځینو مواردو کې منفي کاریږي، په لېرې پرتو سیمو کې برق نشته، خلک له مالي پلوه د ټلوېزیون او نورو وسایلو د اخیستو وس نه لري نو ځکه راډیو اوس هم محبوبه ده."

ژورنالېست او د خپلواکو خبریالانو د ټولنې مشر رحیم الله سمندر
ژورنالېست او د خپلواکو خبریالانو د ټولنې مشر رحیم الله سمندر

افغانستان کې د طالبانو له راتګ مخکې د رسمي شمېرو له مخې څه باندې څلور سوه غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ فعاله وې.

دې شمېر رسنیو کې هم ډېر شمېر یې ملي، نړیوالې او محلي راډیوګانې وې چې خبري او تفریحي برنامې یې درلودې.

ازادي راډیو هڅه وکړه څو د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نه وپوښتي چې دا مهال ورسره څه شمېر راډیوګانې ثبت دي؟ خو نه د وزارت مسولینو او نه هم د طالبانو ویاندویانو یې پوښتنې ورځواب کړې.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یوې څیړنې بیا ښودلې وه چې د طالبانو له راتګ وروسته څه باندې ۷۰ فیصده رسنۍ له فعالیته غورځیدلي دي.

کومې محلي راډیوګانې چې فعاله هم دي، دوام ته هیله نه لري.

طالبانو له راتګ وروسته څه باندې ۷۰ فیصده رسنۍ له فعالیته غورځیدلي دي.
طالبانو له راتګ وروسته څه باندې ۷۰ فیصده رسنۍ له فعالیته غورځیدلي دي.

نورالله ستانکزی لوګر کې د زینت په نوم یوې راډیو مسول دی، دی د خپلو ستونزو په اړه وایي: "ځینو تفریحي خپرونو باندې بندیزونه او د دې ترڅنګ د دوی (طالبانو) جدیت د جوازونو د تمدید، د باقیاتو د تحویلۍ او مالیاتو په برخه کې، دا خپله زمینه مساعدوي چې رسنۍ په ځانګړي توګه محلي رسنۍ سقوط وکړي، په تېرو شپږو میاشتو کې چې طالبان حکومت ته رسیدلي، د محلي رسنیو عواید د صفر کچې ته رسیدلي دي."

طالبانو بیا له خپله اړخه د بیان ازادۍ او رسنیو د ملاتړ ډاډ ورکړی، خو د خپلې واکمنۍ په لومړیو شپږو میاشتو کې یې پر رسنیو ځینې داسې اصول وضع کړل چې د خبریالانو ملاتړي یې د سانسور هڅې بولي.

له دې محدودیتونو او ننګونو سره-سره په افغانستان کې د رسنیو په ځانګړې توګه راډیوګانو مزل روان دی خو راتلونکې یې ډېره ډاډمنه نه ښکاري.

XS
SM
MD
LG