د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

ترکیې پر لومړنیو خوراکي توکو د پلور مالیه له ۸ سلنو یو سلنې ته راوسته


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون (شنبه، د فبرورۍ ۱۲مه) د لبنیاتو، مېوو، سبزیجاتو او نورو لومړنیو خوراکي توکو مالیه له ۸ سلنې څخه ۱ سلنې ته راټیټه کړه ځکه چې په ترکیه کې اقتصادي پړسوب یا نا اډولتوب په تېرو شلو کلونو کې لوړې کچې ته رسیدلی.

د فرانس پرېس خبري اژانس د رپوټ په اساس، د ژوند د لګښتونو زیاتېدل په ترکیه کې د خلکو د ناخوښۍ یوه لویه سرچینه ګرځیدلې. ښايي همدا مساله د راتلونکي کال د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې ډېر مهم رول ولري.

په ترکیه کې اقتصادي انفلاسیون د روان کال په جنورۍ کې ۴۸.۶۹ ته ورسېد چې د رجب طیب اردوغان په مشرۍ د اسلامپاله ګوند د واکمنېدو په لړ کې تر ټولو لوړه کچه ده.

اردوغان وویل، د مالیاتو راکمول به د هغه له حکومت سره د اقتصادي انفلاسیون په مبارزه کې مرسته وکړي.
اردوغان وویل، د مالیاتو راکمول به د هغه له حکومت سره د اقتصادي انفلاسیون په مبارزه کې مرسته وکړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په لومړنیو خوراکي توکو باندې د مالیاتو په کمولو کې ډېری نور محصولات لکه د پخلیو غوړي او وچې مېوې هم شاملې دي.

اردوغان وویل، د مالیاتو راکمول به د هغه له حکومت سره د اقتصادي انفلاسیون په مبارزه کې مرسته وکړي.

د ولسمشر اردوغان له اعلان سره سره بیا هم نن په ټوله ترکیه کې د پېر لپاره د خلکو د توان د کمېدو په خاطر پراخې مظاهرې پلان شوې دي.

رجب طیب اردوغان له ۲۰۱۹ کال راهیسې د ترکیې د احصایې ادارې رییس د څلورو وارو لپاره بدل کړی دی.

ترکي رسنیو د جنورۍ په میاشت کې راپور ورکړ چې د ترکیې ولسمشر د هېواد د احصایې د دولتي دفتر له خوا په خپرو شوېو شمېرو ناخوښ دی.

خو سیاسي مخالفین او یو شمېر اقتصاد پوهان په دې باور دي چې د ترکیې د احصایې د ادارې رسمي شمېرې په دغه هېواد کې موجوده واقعیتونه لاهم ډېر کم یادوي.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG