د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۳

امریکا،هند، جاپان او اسټرالیا: د هېڅ هېواد پرضد دې افغان خاوره نه کارول کېږي


د افغانستان نقشه
د افغانستان نقشه

د امریکا، هند، جاپان او اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري یوه ګډه بیانیه کې په ټینګار ویلي چې د هېڅ هېواد پرضد دې د افغانستان خاوره نه کارول کېږي.

د متحدو ایالاتو، هند، جاپان او اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه خبرپاڼه کې راغلي: "موږ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ '۲۰۲۱' پرېکړه لیک بیا تاییدوو چې د افغانستان خاوره باید هېڅ هېواد ته د ګواښ یا برید کولو، د ترهګرو د پناه ځایونو یا روزنې، یا د تروریستي اعمالو د پلانولو یا تمویل لپاره ونه کارول شي، دا ډول بې واکه ځایونه د امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی."

دوی دا ګډه اعلامیه تېره شپه ناوخته د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې د بهرنیو چارو وزیرانو له څلورمې څلور اړخیزې غونډې وروسته خپره کړه.

طالبان یو ځل بیا په ټینګار سره وایي، د هېڅ هېواد پرضد به د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه ورنه کړي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی هغه ډول چې د ځان او هېواد لپاره امنیت اړین بولي، ټولو نورو هېوادونو ته د امنیت د ټینګښت غوښتونکي دي: "د اسلامي امارت د اصولو موقف له مخې ژمن دی چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ نه متوجه کېږي او نه هم کوم تحرک یا ډلې یا چا ته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې اقدامات او فعالیتونه تنظیم کړي."

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وایي، د هېڅ هېواد پرضد به د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه ورنه کړو.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وایي، د هېڅ هېواد پرضد به د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه ورنه کړو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تېر ۲۰۲۱ میلادي کال کې د ۲۵۹۳ پرېکړه لیک تصویب کړ چې د ۱۳ رایو په تایید سره د دوو غیر حاضرو 'روسي فدراسیون او چین' له خوا تصویب شو، د دې سازمان ۱۵ غړیو هېوادونو له ترهګرۍ سره د مبارزې پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

د نورو هېوادونو پرضد د افغان خاورې نه کارېدل د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د تړون یو مهمه برخه هم ده.

دا خبرې داسې مهال مطرح کېږي، دې وروستیو کې د طالبانو پرحکومت بېلابېلو هېوادونو نیوکې کړي چې ګواکې دوی لاهم د القاعدې شبکې په ګډون له ځینو نورو ترهګریزو ډلو خپلې اړیکې پرې کړي نه دي او وېره شته چې د افغانستان خاوره د ترهګرۍ او نورو هېوادونو ته د بریدونو لپاره په ګواښ بدله نه شي-هغه څه چې طالبانو تل رد کړي او ډاډ یې ورکړی چې هېڅ ډلې او هېواد ته به اجازه ور نه کړي د افغانستان خاور په دې هدف وکارول شي.

XS
SM
MD
LG