د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

بایډن له افغانستانه د وتلو په اړه د خپلو پوځي چارواکو راپور رد کړ


ارشیف؛ په افغانستان کې امریکایي ځواکونه
ارشیف؛ په افغانستان کې امریکایي ځواکونه

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن هغه راپورونه ردوي چې له امله یې پرې نیوکې دي چې له افغانستانه یې د خپلو ځواکونو په ایستلو سره د وضعیت په درک کولو کې پاتې راغلی.

بایډن تازه تېره شپه ناوخته «NBC» ټلوېزیون سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ.

بایډن وویل:" د وتلو لپاره ښه وخت نه و، خو که موږ نه وای وتلي، موږ اړ وو چې ډېر نور سرتېري مو بېرته ورستانه کړي وای. دا یوازې ۲۰۰۰ یا ۴۰۰۰ نه وو. بلکې موږ مجبور وو چې باید د سرتېرو د پام وړ شمېر زیات کړو او موږ بېرته دې اوږدې جګړې ته راستانه شوي وای."

بایډن وویل د وتلو لپاره ښه وخت نه و، خو که موږ نه وای وتلي، موږ اړ وو چې ډېر نور سرتېري مو بېرته ورستانه کړي وای
بایډن وویل د وتلو لپاره ښه وخت نه و، خو که موږ نه وای وتلي، موږ اړ وو چې ډېر نور سرتېري مو بېرته ورستانه کړي وای

بایډن وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې د تېرې دوشنبې په ورځ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزارت هغه راپور خپور کړ چې په کې امریکایي پوځیانو د بایډن پر ادارې له افغانستانه د خپلو ځواکونو پر چټک ایستلو نیوکې کړې دي.

په دې راپور کې د امریکا د سپینۍ ماڼۍ او بهرنیو چارو وزارت پر چارواکو نیوکې شوي چې د ځواکونو د ایستلو پر مهال د طالبانو پرمختګ او د افغانستان د جمهوري حکومت سقوط ته متوجه نه وه _ هغه څه چې طالبان یې د امریکا ماتې او خپله د جګړې ګټل بولي.

واشنګټن پوسټ د پنټاګون پوځي چارواکو د راپور په حواله لیکي چې د دغو امریکایي پوځي چارواکو دا راپور دوه زره مخونه لري د بایډن د پرېکړې په اړه د اختلافاتو تر څنګ په کې د تخیلې پر مهال د کابل په هوایي ډګر کې د «ابي ګېټ» په نوم دروازه کې د چاودنې په اړه جزئیاتو ته اشاره شوې.

په افغانستان کې امریکایي سرتېري
په افغانستان کې امریکایي سرتېري

دا څووم ځل دی چې بایډن او د ادارې مسؤلین یې له افغانستانه د وتلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کوي چې ډیری امریکایي وګړي ورسره همنظري دي خو د یو شمېر افغانانو په ګډون د نړیوالې ټولنې ځینې هېوادونه او چارواکي د امریکا دا پرېکړه نا سنجشه او په یو دمي توګه د طالبانو په صلاحیت کې واک ورکول بولي.

امریکا د تېر ۲۰۲۰کال په نیمایي کې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه چې د ۲۰۲۱کال د اګسټ میاشتې تر اخره له دغه هېواده په بشپړه توګه ووتل.

XS
SM
MD
LG