د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

طالب پلاوی په جنیوا کنفرانس کې د نړیوالو مرستو په لټه کې


ارشیف، د جنیوا یوه غونډه
ارشیف، د جنیوا یوه غونډه

د طالبانو پلاوی په جنیوا کې د تړلو دروازو ترشا کنفرانس کې د نړیوالو مرستو په لټه کې .

د سوېس غیردولتي بنسټ د "جنیوا کال" چې د جګړې پر مهال د ملکي وګړو خوندیتوب ته کار کوي، د سې شنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې وویل چې د دوشنبې څخه تر جمعې پورې د تړلو دروازو تر شا د افغانستان په اړه د یوه کنفرانس کوربه توب کوي چې هدف یې د دغه بنسټ په وینا، په افغانستان کې د بشري مرستو رسولو د بهېر چټکول دي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته تائیدوي چې د طالبانو د حکومت د روغتیا د سرپرست وزیر قلندر عباد په مشرۍ پلاوی چې د دوی د دفاع، کورنیو چارو او عدلیې وزارت استازي هم په کې غړیتوب لري، یاده غونډه کې د ګډون لپاره جنیوا ته رسېدلی دی.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي

کریمي وایي:" د اسلامي امارت دغه پلاوی د ځینو نورو نړیوالو مرستندویو او بشري مؤسساتو سره به هم لیدنې کتنې ولري او هڅه به وکړي چې د افغانستان وضعیت ته د نړیوالو مؤسسو د مرستو او کمکونو په برخه کې د هغوي توجه راجلب کړي."

د سوېس غیر دولتي بنسټ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دې ناسته کې د طالبانو حکومت ته بلنه ورکول شې، چې دواړه لوري په افغانستان کې د بشر دوستانه مرستو د وضعیت، د ملکي وګړو د خوندیتوب، د روغتیا ساتنې او په ځمکه کې د کرل شویو ماینونو او د جګړې د پاتې شونو په اړه خبرې وکړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي: "یاد هېواد 'افغانستان' د تېرو وسله والو جګړو،'کووېډ-۱۹' او د ټولنیزو - اقتصادي عواقبو له امله یې او دغه شان ککړې هوا له امله له یوه پیچلي بیړني حالت سره مخ دی؛ ۲۳ ملیونه وګړي یې د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي او ۹۷ سلنه یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي."

مخکې ترې دې نېږدې دوه اوونۍ مخکې د طالبانو یو پلاوی ناروې کې هم په یوې غونډه کې ګډون کړی و.

د سوېس د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په دې هېواد کې د طالبانو د پلاوي شتون، د طالبانو حکومت د رسمیت پیژندنې په مانا نه دی.

دا خبره د ناروې چارواکو هم کړې وه.

شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوي ناروی ته تللی و چې د امریکا، اروپايي ټولنې غړو هېوادونو استازو او دغه شان د افغانانو یو شمېر استازو سره یې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د بشري حقونو په اړه خبرې او بحثونه درلودل.

خو تراوسه هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

له بلې خوا تازه افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، مسکو کې RBK ورځپاڼې سره په مرکه کې ويلي، ترڅو چې طالبان د ښځو او نجونو په شمول بشري حقونو ته درناوی وه نه کړي او یو ټول شموله حکومت رامنځته نه کړي روسیه به یې حکومت په رسمیت وه نه پیژني.

هغه شرطونه چې د نړۍ ډېری هېوادونه یې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره لري.

XS
SM
MD
LG