د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۲۵

د رڼا پوهنتون ځینې محصلانې: له عربي حجاب پرته ټولګیو ته د تګ اجازه نه لرو

د رڼا پوهنتون
د رڼا پوهنتون

په کابل کې د رڼا پوهنتون ځینې ښځینه محصلینې وایي د “ اجباري حجاب” مراعتولو په اړه وضع شویو اصولو له ستونزو سره مخ کړي دي.

د رڼا دغه پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي محصلې مومنې ظریف په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:" نجونو ته تدرسي ټولګیو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي، دوی غواړي دا ډول حجابونه په جبري ډول پر نجونو تطبیق کړي، اوسنی افراطي حجاب په رڼا پوهنتون کې د نجونو د زده کړو د دوام د مخنیوي لامل ګرځېدلی دی."

اغلې ظریف وایي اوس مهال اکثره دغه محصلینې د ځانګړو عربي حجابونو د اخیستلو اقتصادي توان نه لري خو د پوهنتون له لوري دغه محصلینو ته ټولګي د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي.

ارشیف؛ د تېر نظام پر مهال د رڼا پوهنتون محصلانې
ارشیف؛ د تېر نظام پر مهال د رڼا پوهنتون محصلانې

یوې بلې محصلې تهمینې ادعا وکړه ویې ویل، کومې ښځینه محصلینې چې دغه ډول حجابونه نه لري ان لاس نیولې له پوهنتون ایستل کېږي.

تهمینه وایي:" ډېر نا مناسبه چلند کوي ان دا چې محصلینې لاس نیولې له پوهنتون څخه باسي، ډېر بد او تحقیر کوونکي الفاظ کاروي نجونو ته، دا د باور وړ نه ده چې یو اکادمیک ځای داسې چلند وکړي هغه هم یوې نجلۍ سره، اوس هم اجباري ده چې باید ټول یو شان ټاکلي حجابونه وکړئ."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ هم له دغه خصوصي پوهنتون نه پر خواله رسنیو یوه لنډه ویډیو خپره شوې وه او په کې لیدل کېدل، چې یو شمېر ښځینه محصلینې له ټولګي بهر درول شوې وې، د ټولنیزو رسنیو کارونکو یې په اړه لیکلي وه چې له عربي حجاب پرته نجونو ته ټولګي ته د ننوتو او درس اجازه نه ورکول کېږي -هغه څه چې دا محصلینې یې تائیدوي.

هڅه مو وکړه په دې اړه د رڼا پوهنتون د مسؤلینو نظر واخلو، خو د دې پوهنتون د نشراتو مشر عادل شاه امین یار موږ سره له انتظار پرېښودلو وروسته هم خبرې ونه کړې.

وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي و چې په پوهنتونونو کې دې د امکان تر حده د نجونو او هلکانو د ټولګیو د جلاوالي تر څنګ اسلامي حجاب هم مراعت شي، خو مشخصه کړې یې نه وه چې نجونې دې عربي حجابونه واغوندي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG