د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

بایډن: که روسیه پر اوکراین برید وکړي، د 'نارډ سټریم۲'ګازو نل‌لیکه بندوو


د 'نارډ سټریم۲' په نوم د ګازو نل لیکه
د 'نارډ سټریم۲' په نوم د ګازو نل لیکه

د امریکا ولسمشر جو بایډن وایي، که روسیه پر اوکراین برید وکړي، نو د 'نارډ سټریم۲' په نوم د ګازو نل لیکه به بنده کړي.

بایډن چې پرون دوشنبې یې په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولز سره له کتنې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې څرګندونې کولې، له ښاغلي شولز سره داسې مهال پر یووالي هم تینګار وکړ چې لویدیځ متحدین په اروپا کې د یوې جګړې د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

ولسمشر بایډن چې له اوږدې مودې راهیسې د بالتیک سمندرګي په تل کې له روسیې جرمنې ته د ګازو د دغې دوهمې نل لیکې مخالف دی، وویل چې اوکراین ته د روسي ځواکونو ننوتل به دغه نل لیکه ودروي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن (ښي) په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولز سره
د امریکا ولسمشر جو بایډن (ښي) په سپینه ماڼۍ کې د جرمني له صدراعظم اولاف شولز سره

بایډڼ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې دغه پروژه چې د جرمني په کنټرول کې ده، نو څنګه به یې مخه ونیسي زیاته کړه چې که روسیه برید وکړي او ټانکونه او ځواکونه یې بیا د اوکراین خاورې ته داخل شي، نو دا ژمنه کوي چې دوی به وکولی شي دغه نل لیکه بنده کړي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولز وویل، د امریکا متحده ایالات او جرمني د اوکراین، روسیې او د بندیزونو په اړه په اړه ورته دریځ لري، خو په مستقیم ډول یې د نارډ سټریم ۲ په اړه نه د کومو پلانونو یادونه وکړه او نه یې هم د دغې یو ورځنۍ کتنې په ترڅ کې په ښکاره د دغې پروژې نوم واخېست.

د رویټرز د راپور له مخې متحده ایالات او جرمني چې دواړه د ناټو دوه لوی متحدان دي او هڅه کوي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا پر اوکراین د برید مخه ونیسي، په اوس وخت کې د نارډ سټریم ۲ نل لیکې په اړه دا مهمه پوښتنه را پورته شوې چې ایا دغه دواړه متحدان په یو نظر دي؟

روسییې له اوکراین سره په پوله شااوخوا سل زره سرتیري ځای پرځای کړي.

مسکو دا خبره رد کړې چې ګنې پر اوکراین برید کوي، خو امریکایي چارواکو ویلي چې ښایي دغه برید په څو راتلونکو ورځو یا اونیو کې وشي.

روسییې له اوکراین سره په پوله شااوخوا سل زره سرتیري ځای پرځای کړي.
روسییې له اوکراین سره په پوله شااوخوا سل زره سرتیري ځای پرځای کړي.

مخکې له دې چې دغه نارډ سټریم ۲ نل لیکه کې د ګازو لېږد پیل شي، جرمني د اړتیا وړ نیمایي برخه ګاز له روسیې واردوي.

جرمني د ګازو په دغه نل لیکه کې چې د رغېدو چارې یې نژدې بشپړې شوې، د ګازو لېږد ته د اجازې ورکولو چاره لږ تر لږه د روان ۲۰۲۲ کال تر لومړی نیمايي پورې درولي، خو له دې یې ډډه کړې چې دغه پروژه به بشپړه توګه لغوه کړي.

بایډن او شولز دغه راز ټینګار وکړ چې دوی دا غوره ګڼي چې د اوکراین پر سر راپورته شوی کړکېچ دې د ډپلوماسۍ له لارې حل شي.

اولاف شولز چې د ډیسمبر له میاشتې راهیسې یې د جرمنې د صدراعظم په توګه دنده پیل کړې، دا یې متحدو ایالاتونو لومړنی رسمي سفر دی.

XS
SM
MD
LG