د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

د کرونا په وړاندې واکسین شوېو کسان ته د پرتګال سپارښتنې


ارشیف، د پرتګال قلمرو ته ننوتلي کسان
ارشیف، د پرتګال قلمرو ته ننوتلي کسان

هغه کسان چې د کرونا ویروس په وړاندې واکسین شوي وي، له پرون راهیسې د پرتګال قلمرو ته د ننوتلو لپاره بل ټېسټ ته اړتیا نه لري.

بل خوا هغه خلک هم چې په تېرو شپږو میاشتو کې له کووېډـ۱۹ ناروغۍ رغېدلي وي، پرتګال ته د سفر لپاره بل ټېسټ ته اړتیا نه لري.

دا پرېکړه تېره اوونۍ د صدراعظم انتونیو کوستا د حکومت له خوا وشوه.

مخکني مقررات د ډیسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې نافذ و چې له مخې یې ټول هغه کسان چې عمرونه یې تر ۱۲ کلونو زیات وي، دغه هېواد ته د داخلېدو لپاره یې تازه ټېسټ کولای.

په پرتګال کې لګول شوي مقررات په داسې حال کې نرمېږي چې په کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر په کې درېیو میلیونو ته نږدې شوی او د مړو شمېر په کې تر شلو زرو زیات دی.

XS
SM
MD
LG