د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۶

د پاکستان د کرکټ په سوپر لیګ کې نن لاهور قلندر او کویټه لوبډلې سره مخ کېږي

د لاهور قلندر لوبډله
د لاهور قلندر لوبډله

د پاکستان د کرکټ په سوپر لیګ سیالیو کې نن شپه لاهور قلندر او کویټه لوبډلې د یو بل په وړاندې د سیالۍ ډکر ته ښکته شي.

په لاهور لوبډله کې افغان لوبغاړی راشد خان هم لوبیږي چې په روانو سیالیو کې يې تر دې دمه ښه ځلېدلی دی او په څلورو سیالیو کې ۵۴ منډې کړي او څلور لوبغاړي يې سوزولي دي.

د دې سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا اسلام اباد لوبډلې کراچې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

افغان محمد نبي چې په کراچۍ لوبډله کې لوبیږي او د تېرې شپې په لوبه کې يې د خپلې لوبډلې په ګټه ۴۷ تېزې منډې هم وکړې خو خپله لوبډله يې له ماتې ونه شوه ژغورلای.

دا د پاکستاني لوبغاړي بابراعظم په لوبډل مشرۍ د کراچۍ لوبډلې پرلپسې پنځمه ماتې وه.

اوس مهال د دې سیالیو د نومرو په جدول کې ملتان لوبډله تر نورو ډېرې لس نومري لري او د جدول په سر کې ځای لري.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG