د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

چین او پاکستان له افغانستان سره د بشري مرستو؛ سولې او ټیکاو په اړه خبرې کړي


ارشیف؛ د پاکستاني او چینایي مشرانو ترمنځ ناسته
ارشیف؛ د پاکستاني او چینایي مشرانو ترمنځ ناسته

د پاکستان صدراعظم عمران خان چې د ژمنیو المپیکي لوبو لپاره چین ته تللی پرون یې له ولسمشر شي جین پينګ سره کتلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې ناستې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دواړو مشرانو د افغانستان سوله او ثبات د سیمې د سوکالۍ او پرمختګ اساس بللی دی.

په ګډه اعلامیه کې راغلي چې عمران خان او شي جن پینګ له افغانانو سره د بشري مرستو په اهمیت خبرې وکړې او هم یې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې افغانانو سره دې دوامداره مرستې وکړي او هم دې کنګل شوې شتمنۍ ورخلاصې کړي.

د خان او شي تر لېدنې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له خپل چینايي سیال وانګ یي سره کتلي.

قریشي په یوه کنفرانس کې وویل چې تمه ده چین د مارچ په اخره کې د افغانستان د نږدې ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته جوړه کړي.

قریشي وایي، چین د افغانستان د نږدې ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته جوړه جوړوي
قریشي وایي، چین د افغانستان د نږدې ګاونډیانو د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته جوړه جوړوي

قریشي وویل:" موږ د افغانستان د نږدې ګاونډیانو یوه ناسته جوړوو. چین،پاکستان،ایران،تاجکستان او ازبکستان دا به ټول راغوښتل کېږي. په پای کې به یې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم راغواړو چې له هغه سره خبرې وکړو."

قریشي وویل چې د افغانستان،پاکستان او چین درې اړخیزه ناسته به هم له سره پيلیږي او د افغانستان په اړه د سلا مشورو او همغږیو پر سر مفصلې خبرې وشوې.

له کله چې تېر اګست میاشت طالبان واک ته رسېدلي د پاکستان لوړپوړو چارواکو څو واره افغانستان ته سفرونه کړي او په بېلابۍلو هېوادونو کې یې د افغانستان اړوندو مسئلو باندې څرګندونې کړي دي.

د طالبانو حکومت تر دې دمه د پاکستان او چین د چارواکو تر منځ د ناستې په اړه څه تبصره نه ده کړې خو له دې مخکې د پاکستاني چارواکو ځینې اقدامات او څرګندونې د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه یاده شوې.

له هغې ډلې د اسلامي همکاریو د سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په اولسمه فوق العاده ناسته کې چې د ډسمبر په ۱۹ په اسلام اباد کې وشوه د افغان نجونو د زده کړو په تړاو د عمران خان څرګندونو چې په دې برخه کې شته محدودیت یې د افغانستان کلتوري مسئله وبلله تُند غبرګونونه وپارول.

پخواني ولسمشر حامدکرزي هماغه وخت خان ته توصیه کړې وه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې او د افغانستان په استازولۍ له خبرو کولو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG