د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

د یوه جوګي ادعا: د کابل ۴ ناحیې ځینې مسؤلان د وکیل په توګه د فعالیت اجازه نه راکوي


د محمد صابر مظفري له خوا رالېږل شوي اسناد
د محمد صابر مظفري له خوا رالېږل شوي اسناد

محمد صابر مظفری چې ځان په کابل کې د جوګي قوم استازی معرفي کوي، هغه اسناد یي له ازادی راډیو سره شریک کړي چې ښیي، کابل ښاروالې هغه د ۱۳۹۸ کال په عقرب میاشت کې د یوه مکتوب له مخې د کابل څلورمی ناحیی د چمن سیمې د وکیل په توګه معرفي کړی، خو د ښاغلي مظفري په باور د کابل څلورمې ناحیې ځینې مسؤلان د جوګي قوم په وړاندې د تعصب له امله ده ته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

ښاغلی مظفري وایي چې یوازي د کرونا له امله د کرنتین په مهال د وچې ډوډۍ د وېشلو په وخت کې هغه ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه او بس.

ده ازادي راډیو ته وویل:" دوی هڅه کوي چې د جوګی قوم په نوم ما لیرې کړي، زه چې له هرې لارې هڅه کوم او له بل ځایه امر هم راوړم نو څلورمه ناحیه مې مخه نیسي".

د محمد صابر مظفري له خوا را لېږل شوي اسناد
د محمد صابر مظفري له خوا را لېږل شوي اسناد

خو د کابل ښاروالې د څلورمې ناحیی اداري مدیر اغا اخندزاده د ښاغلی مظفري دا ادعا بې بنسټه بولي.

"کله چې یو کس په طرزالعمل برابر نه وي، تحصیلي اسناد ونه لري، موږ نه شو کولای چې هغه د ګذر وکیل په توګه معرفي کړو او په رسمیت یې هم نه شو پیژندلی".

د کابل ښاروالې ویاند نعمت الله بارکزي هم په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:" که څوک شکایت لري چې د ناحیې یا هر بل ځای له لوري ورسره دوه ګونی چلند شوی، له شک پرته چې کابل ښاروالۍ یې په خدمت کې ده، کولای شي خپله عریضه او اسناد وړاندې کړي، موږ یي په خدمت کې یو."

د سیمې یا ګذر د وکیل کیدو لپاره یو شرط له دولسم ټولګی څخه د فراغت سند درلودل دي، خو محمد صابر مظفري وایي چې شل کاله کېږی د کابل په څلورمه ناحیی کې اوسیږي، خو د تذکری د نه درلودو او دغه شان د جوګیتوب له امله نه دی توانیدلی چې له لسم ټولګی څخه زیاتې زده کړې وکړي.

جوګي د افغانستان یواځینی لږکي دي چې لاهم له هویتي ستونزو سره مخ دي او ډېر کله د تذکرې اخیستو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي.

خو د کابل ښاروالې د څلورمې ناحیی اداري مدیر د ښاغلی مظفري دا ادعا بې بنسټه بولي.

XS
SM
MD
LG