د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمېرو له مخې د امریکا په متحد ایالاتونو کې د کرونا وبا د قربانیانو شمېر د جمعې په ورځ تر نهو لکو واوښت.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په یوه بیان کې پر دې خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل، د هېچا ځای بل څوک نه شي نیولی.
د امریکا په متحد ایالاتونو کې چې شااوخوا درې سوه دیرش میلیونه نفوس لري د کرونا وبا د قربانیانو شمېر تر بل هر هېواد لوړ دی.