د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۴

اروپایي کمېسیون: که روسیه پر اوکراین برید وکړي، یوځایي پرې بندیزونه لګوو


د اروپایي کمېسیون مشره اورزلا ون دیر لین 
د اروپایي کمېسیون مشره اورزلا ون دیر لین 

د اروپایي کمېسیون مشرې نن وویل، که روسیه پر اوکراین برید وکړي، اروپایي ټولنه به یوځایي پراخ سخت بندیزونه پر دغه هېواد ولګوي.

د اروپایي کمېسیون مشره اورزلا ون دیر لین د سختو بندیزونو خبره په داسې وخت کې کوي چې د اوکراین په تړاو له روسیې سره لور د لور ډپلوماټیکې هڅې روانې دي.

روسیې نژدې سل زره پوځیان د اوکراین له پولې سره ځای پرځای کړي دي چې لویدیځ شک لري، دا د اوکراین د نیولو لپاره راوستل شوي دي.

روسیه له لویدیځه امنیتي تضمین غواړي او دا ژمنه غواړي چې کله به هم ناټو کییف ته غړیتوب نه ورکوي.

ون دیر لین نن په یوه مرکه کې وویل، پراخ سخت مالي او اقتصادي بندیزونه یې چمتو کړي دي چې له دې سره بهرنۍ پانګې ترلاسه کول محدودیږي، صادرات کنټرولیږي په ځانګړي توګه تخنیکي وسایل.

د اروپایي کمېسیون مشرې وویل، د دې پایپ لاین فعالېدل د روسیې له چلند سره تړاو لري
د اروپایي کمېسیون مشرې وویل، د دې پایپ لاین فعالېدل د روسیې له چلند سره تړاو لري

د اروپایي کمېسیون مشرې زیاته کړه، په دې چمتو شوېو بندیزونو کې د بالتیک سمندرګي له لارې د نورډ سټریم دوه په نوم د ګازو پایپ لاین هم شامل دی.

نوموړې وویل، د دې پایپ لاین فعالېدل د روسیې له چلند سره تړاو لري. د ون دیرلین په وینا دا هم ښکاره ده چې ولسمشر پوتین ته نژدې کسان به له دې بندیزونو سخت اغېزمن شي.

د ډپلوماټیکو هڅو په لړ کې به د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون چې پرون یې په ټیلیفون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زلنسکي سره خبرې وکړې د دوشنبې په ورځ مسکو ته او د سې شنبې په ورځ یوکراین ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG