د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

نن د اسټرالیا-افغانستان د کرکټ سیالۍ؛ احمدزی: د افغان لوبغاړو روحیه لوړه ده


د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله
د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله

د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو کشره لوبډله به د نړیوال جام سیالیو په دوام کې نن (جمعه) د اسټرالیا له لوبډلې سره مخامخ شي.

د افغانستان د لوبډلې سر روزونکی ريیس احمدزی وايي، د دواړو ټیمونو تېرو دوو سیالیو ته په کتو د افغان لوبغاړو روحیه لوړه ده.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، نننۍ سیالي تر نولسو کلونو د کشرو لوبډلو په نړیوالم جام کې د درېیم مقام د ترلاسه کولو لپاره ده.

د افغانستان د کرکټ تر نولسو کلونو د کشرې لوبډلې سر روزونکی رييس احمدزی نننۍ مسابقه له دې کبله مهمه بولي چې د نړۍ د درېیم مقام د ترلاسه کولو لپاره کېږي.

ده همداراز وویل: "په دې سیالۍ کې مهمه دا ده چې څوک پچه ګټي، لومړي لس اورونه ډېر مهم دي، خو دې ته په کتو چې اسټرالیا وروستۍ لوبه پر هند په ډ‌ېر توپیر وبایلله او افغانستان نژدې و چې انګلستان ته ماتې ورکړي، زموږ د لوبغاړو روحیه ښه ده."

د کرکټ په راتلونکو ستورو خبرې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:09:03 0:00

د افغانستان تر نولسو کلونو کشرې لوبډلې روانه اوونۍ په نیمه پایلوبه کې پر انګلستان په لږ توپیر وبایلله او پایلوبې ته د وتلو چانس یې له لاسه ورکړ.

د افغانستان او اسټرالیا مسابقه به د افغانستان په وخت د ماښام په پنځه نیمې بجې پیل شي.

تر نولسو کلونو د کشرو لوبډلو پایلوبې ته د هند او انګلستان لوبډلې وتلي او ټاکل شوې ده چې د شنبې په ورځ (د فبرورۍ ۵مه) دواړه ټیمونه په پایلوبه کې سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG