د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۵

د ترکیې-یونان پوله کې ۱۲کډوال وژل شوي؛ ترکیه: یوناني ځواکونو یې جامې ایستلې وې


د ترکیې او یونان ترمنځ کډوال
د ترکیې او یونان ترمنځ کډوال

د ترکیې او یونان پولو ته نژدې د هوا د سوړوالي له کبله د ۱۲ پناه غوښتونکو له مړینې وروسته انقره او اتن پر یو بل په دې غمیزې سبب بولي.

ترکیې یوناني پوله ساتي تورن کړي چې له پناه غوښتونکو څخه یې د ژمي په دې سخته یخنۍ کې جامې او بوټونه په زور ایستلي او بیا یې له خپلې پولې شړلي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو یوناني پوله ساتي د دغو ۱۲ پناه غوښتونکو د مړینې مسوول وبلل.

خو د یونان د کډوالو وزیر نوتیس میتاراچي د ۱۲ پناه غوښتونکو د مړینې د تایید په ترڅ کې د ترکیې د کورنیو چارو وزیر څرګندونې رد کړې او هغه یې دروغي تبلیغات وبلل.

ده ادعا وکړه چې پناه غوښتونکي هېڅکله د یونان تر پولې نه وو رسېدلي نو څرنګه کېدای شي چې یوناني پوله ساتو ځورولي وي.

ترکیې او یونان په وروستیو کلونو کې ته له افغانستان، سوریې او عراقه ډېر شمېر پناه غوښتونکو مخه کړې.
ترکیې او یونان په وروستیو کلونو کې ته له افغانستان، سوریې او عراقه ډېر شمېر پناه غوښتونکو مخه کړې.

ترکیه او یونان په خپل منځ کې زیاته سیالي لري. د دواړو هېوادونو ژور اختلاف د قبرس پر سر دی.

ترکیې او یونان په وروستیو کلونو کې ته له افغانستان، سوریې او عراقه ډېر شمېر پناه غوښتونکو مخه کړې.

پناه غوښتونکي هڅه کوي چې د دغو هېوادونو له لارې ځان لوېدیځې اروپا ته ورسوي.

په ځلونو په یونان کې له پناه غوښتونکو سره د بد چلند راپورونه خپاره شوي دي.

XS
SM
MD
LG