د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۷

بلوچستان کې د وژلو شویو پاکستاني پوځیانو په اړه ضد و نقیض راپورونه


یو تن وژل شوی پاکستانی سرتیری
یو تن وژل شوی پاکستانی سرتیری

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د پوځ پر دوو مرکزونو د حملو په نتیجه کې د وژل شوېو کسانو د شمېر په اړه ضد و نقیض راپورونه ورکول کېږي.

د پاکستان حکومت وايي، ۱۲ پوځیان یې وژل شوي. مخکې پاکستاني چارواکو تردې د لږو کسانو وژل کېدا تایید کړی و، خو بلوچ بېلتون غوښتونکي چې د دې برید مسولیت یې منلی وايي، تر ۵۰ ډېر پاکستاني پوځیان یې وژلي دي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د ۴ پوځیانو او ۱۵ حمله کوونکو د وژل کېدو ادعا کړې وه.

په نوشکي او پنجګور کې د پاکستان د پوځ پر اډې د بریدونو په اړه په بلوچستان ایالت کې ځايي خبریال ایوب ترین ازادي راډیو ته تېره شپه وویل: "د پاکستان د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر وايي چې ۱۲ پوځیان وژل شوي دي."

خبریال ایوب ترین
خبریال ایوب ترین

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو د تلفاتو شمېر تردې لږ ښودلی دی، خو بلوچ بېلتون غوښتونکې ډلې چې ځان د بلوجستان ازادي غږ بولي، ادعا کړې چې تر ۵۰ ډېر پاکستاني پوځیان یې وژلي دي.

تر دې څو ورځې وړاندې د بلوچ ازادۍ پوځ د وسله والو په انتحاري برید کې چې د تلاشۍ پر یوه پوسته یې وکړ د پاکستان د پوځ ۱۰ سرتېري ووژل شول.

د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د بریدونو په مهال وسله وال په افغانستان او هند کې د برید له پلان کوونکو سره په تماس کې وو.

پخوا د پاکستان حکومت او پوځ ادعا کوله چې د اشرف غني په مشرۍ د افغانستان حکومت د بلوچ بېلتون غوښتونکو او پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي، خو د افغانستان د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته په پاکستان کې هم د طالبانو او هم بلوچ بېلتون غوښتونکو بریدونه زیات شوي دي.

XS
SM
MD
LG