د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د کور په کور د ګوزڼ ضد واکسین غوښتنه؛ مسولین: ارزګان کې ۷۰سلنه ماشومان پاتي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

که څه هم طالبانو پر افغانستان خو په ځانګړي توګه پر ارزګان له تېرو څه باندې پنځو میاشتو راهیسې ولکه ټینګه کړې، خو لا يې هم دغه ولایت کې د ګوزڼ ضد واکسین د کور په کور مخه نیولې او رضاکاران نه شي کولی، د خلکو د کورونو مخې ته واکسین ور وړي، ځکه دوی یوازې د کلي یو جومات ته د ورتګ حق لري.

دغه چارې اوس د ارزګان ولایت اوسیدونکي اندېښمن کړي او وېره لري چې ګنې ماشومان به یې د ګوزن په نااعلاجه ناروغۍ اخته شي.

د دې ولایت د سرخ مرغاب د سیمې اوسیدونکی سمیع الله چې د ۴ ماشومانو پلار دی ازادي راډيو ته وویل:"له شااوخوا یوه کال راهیسې مې ماشومانو د ګوزڼ ضد له واکسینه پاتې ځکه زه د ورځې سهار وختي ښار ته راځم ماشومان کور وي، نو کور کې بل نارینه نه لرو، څو ماشومان د واکسین په پار جومات ته بوځي او که مې مېرمن ماشومان بوځي خلک پرې ملنډې وي."

دې ولایت کې نه یوازې د سمیع الله څلور ماشومان د ګوزڼ ضد له واکسینه بې برخې شوي، بلکې ګڼ شمېر نور ماشومان هم بې برخې شوي.

د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار اړوند د 'سفیدخار' د کلي اوسېدونکی امیر خان ازادي راډيو ته وویل، سیمه کې یې ډېری کورنۍ داسې شته چې نارینه یې د تېرې ۲۰ کلنې جګړې پرمهال وژل شوي او سرپرستي یې ښځو ته ورترغاړې ده او په وینا یې دوی نه شي کولی خپل ماشومان واکسین لپاره جومات ته بوځي.

نوموړی په ارزګان کې پر واکمن طالبانو غږ کوي چې ژر تر ژر دې دغه ولایت کې د ګوزڼ ضد واکسین ته کور په کور اجازه ورکړي، څو ماشومان له دې ناعلاجه ناروغۍ وژغورل شي.

  • سلګونه رضاکاران هم وزګار شوي

د ګوزڼ ضد واکسین د کور په کور مخنیوي نه یوازې ماشومان د دې واکسین له دوو څاڅکو محروم کړي، سلګونه رضاکاره ځوانان هم ورسره وزګار شوي دي.

محمد الله د دې ولایت د پولیو د رضاکارانو له ډلې څخه یو دی چې د کمپاین مسولینو له تېر یو نیم کال راهیسې په کور کینولی.

دی وايي: "موږ مخکې شااوخوا ۲۴۰۰ کسانو کار کاوه، کله چې طالبانو په ارزګان کې د ګوزڼ ضد د واکسین کمپاین د کور په کور مخه ونیوله، زما په ګډون شااوخوا ۱۲سوه کسان له دندو لېرې کړای شول چې له امله یې اوس ډېری ماشومان د پولیو ضد له واکسینه بې برخې پاتېږي."

د ګوزڼ ضد واکسین د کور په کور مخنیوي نه یوازې ماشومان د دې واکسین له دوو څاڅکو محروم کړي، سلګونه رضاکاره ځوانان هم ورسره وزګار شوي دي.
د ګوزڼ ضد واکسین د کور په کور مخنیوي نه یوازې ماشومان د دې واکسین له دوو څاڅکو محروم کړي، سلګونه رضاکاره ځوانان هم ورسره وزګار شوي دي.

د ارزګان ولایت د عامې روغتیا په ریاست کې د پولیو د برخې مسولین هم دا مساله تاییدوي او وايي، دغه ولایت کې لاهم د طالبانو د ګوزڼ ضد واکسین ته کور په کور اجازه نه ورکوي.

د دغه ولایت د پولیو د برخې مسول محمد نبي محمدي ازادي راډيو ته وویل: "کله چې جومات په جومات د واکسین کمپاین پلی شوی، نږدې ۷۰ سلنه ماشومان د پولیو له واکسینه بې برخې شوي دي."

ارزګان کې طالب مسؤلین بیا وايي، د عامې روغتیا د ریاست او د پولیو د برخې د مسولینو سره یې ناستې کړي او یوې هوکړې ته رسیدلي دي.

د دغه ولایت د والي ویاند او د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد اصف ازادي راډيو ته وویل: "په خواشینۍ سره چې زموږ ډېری ځوانان بې کاره شوي، د ګوزڼ ضد واکسین کمپایونونه به له دې وروسته کور په کور ترسره شي چې له یوه خوا به وزګارو ځوانانو د کار زمینه برابره شي او بل به زموږ ماشومان د ګوزڼ ضد واکسین څخه برخمن شي، موږ کوښښ کوو چې خلکو ته د پولیو د واکسین په اړه د رسنیو او نور لارو عامه پوهاوی ورکړو."

سره له دې چې ډېری کورنۍ تر هر ماشوم پورې د واکسین د رسولو لپاره د کور په کور کمپاین غوښتنه لري، خو تېره اوونۍ په ارزګان او یو شمېر نورو سویلي ولایتونو کې یو ځل بیا د پخوا په څېر جومات په جومات کمپاین پیل شو.

د ۲۰۲۲ میلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

XS
SM
MD
LG