د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

طالبان: هیله من یو چې د ټاپي پروژې چارې به پسرلي کې پیل شي


په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې کار
په ترکمنستان کې د ټاپي پروژې کار

طالبان هیله من دي چې د ټاپي د ګازو د پروژې چارې به په پسرلي کې پیل شي.

د طالبانو مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د ځمکو د استملاک چارې روانې دي.

دی زیاتوي: "په وروستیو کې د ترکمنستان او پاکستان له چارواکو سره موږ په تفصیل خبرې کړي دي، تخنیکي ټیمونو هم غونډې کړي دي. افغانستان له خپل لوري د مسوولیتونو ترسره کېدو ته چمتو دی. د ځمکو د استملاک هڅې روانې دي او ډېر کار شوی. د اوس لپاره د ټاپي پروژې د عملي کېدو لپاره کومه ځانګړې ستونزه نه لیدل کېږي او موږ هیله لرو چې د را روان پسرلي څخه پر دې پروژې کار پیل شي."

د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار موید یوسف په مشرۍ یوه پلاوي په کابل کې له طالب چارواکو سره په دې تړاو غږیدلی.
د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار موید یوسف په مشرۍ یوه پلاوي په کابل کې له طالب چارواکو سره په دې تړاو غږیدلی.

د طالبانو یوه پلاوي نژدې دوې اوونۍ مخکې په عشق اباد کې د ترکمنستان له چارواکو سره د ټاپي د پروژې په تړاو خبرې کړې وې او د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار موید یوسف په مشرۍ پلاوي سره یې روانه اوونۍ په کابل کې په دې تړاو خبرې وکړې.

د ټاپي پروژې لګښت لس میلیارډه ډالر اټکل شوی و، خو اوس ویل کېږي چې د دې پروژې لپاره پنځلس میلیارډه ډالر پکار دي.

دا هم څرګنده نه ده چې دا پیسې به له کومه کیږي؟

XS
SM
MD
LG