د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۸

ایرواېشیا رېویو: ډیورند تل د افغانستان او پاکستان پر اړیکو سیوری غوړولی


ډیورنډ کرښه
ډیورنډ کرښه
  • ایرواېشیا رېویو

ایرواېشیا رېویو خپرونې د افغانستان او پاکستان د اړیکو او د ډیورند د کرښې په اړه یوه لیکنه خپره کړې چې په کې راغلي، ډیورند تل د دواړو ګاونډیو هېوادونو پر اړیکو سیوری غوړولی دی.

د ډیورند موافقه د ۱۸۹۳کال د نوومبر په ۱۲مه د هغه وخت د بریتانوي هند د بهرنیو چارو د وزیر سر مورټیمر او د افغانستان د پاچا امیرعبدالرحمن خان ترمنځ لاسلیک شوې ده.

د دغې موافقې له مخې د افغانستان له څه باندې سل زره کیلومتره مربع خاوره تر یوه ټاکلي وخته د بریتانیا تر نفوذ لاندې راغله چې په بدل کې یې دې هېواد ومنله چې افغانستان ته به هر کال ۶۰ زره پونډه ورکوي او د نورو مرستو ترڅنګ به د اړتیا په صورت کې له افغانستانه دفاع کوي.

د دې لیکنې په یوه برخه کې وړاندې راغلي چې د ډیورند د کرښې بلې غاړې ته پرتو قومونو هېڅکله هم دغه جلا والی نه دی منلی او افغانستان هم په ۱۹۴۹ کال په لویه جرګه کې په یو اړخیز ډول له دغې موافقې ووت.

ایرواېشیا رېویو وړاندې لیکي:

د هغو اسنادو له مخې چې په دې وروستیو کې ترلاسه شوي، په خپله ډیورند هم په دغه موافقه کې دغه کرښه رسمي پوله نه ده یاده کړې بلکې هغه یې جلا شوې کرښه بللې ځکه هغه وېره درلوده چې که په رسمي پولې سره یې وپېژني نو د سیمې قومونه به سره جلا او خلک به یې په وړاندې بغاوت وکړي.

د خپرونې په لیکنه پاکستان ادعا کوي چې دغه خاوره په دې هېواد پورې تړلې او د خپلې دغې ادعا لپاره د څو موافقو یادونه کوي چې په مختلفو وختونو کې لاسلیک شوي دي.

د ډیورنډ کرښه چې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ تل یوه جنجالي موضوع وه، په افغانستان کې واک ته د طالبانو په بیا رسېدو سره پر یوې جنجالي موضوع بدله شوې.

د خپرونې په لیکنه دې ته په پام چې طالبان له پاکستان سره ښې اړیکې لري اوتر واکمنۍ لاندې یې خلک له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي ښایي د دې توان و نه لري چې له خپل ګاونډ سره په یوه کړکېچ کې ښکیل شي.

د ډیورنډ پرکرښه د اغزن سیم د غځولو پر سر د وروستیو راپورته شویو ناندریو په ترڅ کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې د ډیورنډ د کرښې پرسر لانجه تراوسه نه ده هواره شوې او د کرښې دواړو غاړو ته پراته قومونه یې سره جلا کړې چې طالبان د دې شي مخالف دي.

  • ایونینګ سټندرډ

له بریتانیا خپریدونکې ایونینګ سټندرډ ورځپانې بیا په افغانستان کې د خلکو اقتصادي او بشري ستونزو ته پام اړولی او لیکي، د بریتانیا مرستندویه ټولنو د دې هېواد له حکومته غوښتي چې د افغانستان خلکو ته دې عاجلې مرستې ورسوي ځکه د دوی په خبره هلته بشري وضعیت دومره خراب شوی چې کورنۍ د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړې شوې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه تراوسه بریتانیا له افغانستان سره د مرستې لپاره د ۲۸۴ ملیون پونډو د ازادېدو اعلان کړی چې دغه پیسې به د مرستندویه ټولنو له خوا په دې هېواد کې پر اړوکسانو وېشل کېږي.

د ایونینګ سټندرډ په لیکنه په افغانستان کې پنځه ملیونه ماشومان له قحطۍ سره مخامخ دي او هره ورځ هم زیات ماشومان پرخوارځواکۍ اخته کېږي.

XS
SM
MD
LG