د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۱۵

کرکټ؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له انګلستان سره مخامخ کېږي

له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله
له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن د نولس کلنو نړیوال جام سیالیو په نیمه پای لوبه کې د انګلستان پر وړاندې لوبه کوي.

دا لوبه د افغانستان پر وخت د ماښام پنځه بجې او دېرش دقيقې د وېسټ اينډيز په کوربه توب په انتیګا سټيډيوم کې پیلیږي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادۍ راډیو ته وویل، افغان لوبډلې د دې لوبې له پاره بشپړ چمتوالی نیولی دی.

افغان لوبډلې د نړیوال جام نیمه پای لوبې ته د رسېدو لپاره زمبابوې، پاپو نیوګیني او سرېلانکا ته ماتې ورکړي.

دغه شان د انګلستان لوبډلې هم بنګله دېش، کانادا، متحده عربي اماراتو او سویلي افریقا ته ماتې ورکړي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG