د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۸

امریکا: روسیه نیت لري چې بېلاروس کې د خپلو سرتېرو شمېر ۳۰ زرو ته ورسوي


روسي سرتیري
روسي سرتیري

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالاتونو استازې لینډا توماس ګرینفېلډ وایي، روسیه نیت لري چې په بېلاروس کې د خپلو سرتېرو شمېر د فبرورۍ د میاشتې تر نیمایي پورې ۳۰ زرو ته ورسوي.

د اوکراین پر سر د روسیې او لویدیځ ترمنځ د راپورته شوي کړکېچ د هواري د هڅو په ترڅ کې ټاکل شوې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نن له خپل روسي ساري او د بریتانیا له صدراعظم سره خبرې وکړي.

توماس ګرینفېلډ چې پرون دوشنبه یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه تاوده بحث کې څرګندونې کولې، دا د اوکراین پر وړاندې د روسیې د ګواښ یوه برخه وبلله او زیاته کړه چې که روسیه پر خپل ګاونډ برید کړي، نو د امریکا د متحدو ایالاتونو او متحدانو له چټک او پرېکنده غبرګون سره به مخامخ شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالاتونو استازې لینډا توماس ګرینفېلډ
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د متحدو ایالاتونو استازې لینډا توماس ګرینفېلډ

نوموړې د امنیت له شورا وغوښتل چې د اوکراین په اړه دې نه یوازې د روسیې د ویناوو بلکې د دې هېواد اقدامات هم وارزوي.

هغې د اوکراین پر پوله د روسي ځواکونو ځای پرځای کېدا په اروپا کې په څو لسیزو کې د ځواکونو تر ټولو پراخ ځای پرځای کېدل وبلل.

د راپورنو له مخې روسیې شااوخوا سل زره سرتیري له دغې پولې سره نژدې ځای پرځای کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي دغه راز روسیه تورنه کړه چې هڅه کوي اوکراین او لویدیځ یرغلګر وښيي او په دې توګه د برید لپاره پلمه جوړه کړي.

روسیې هڅه کړې وه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۵ غړیو د دغې غونډې چې متحدو ایالاتونو یې له اوکراین پولې سره د روسي ځواکونو د ځای پرځای کیدا په اړه د بحث لپاره د رابللو غوښتنه کړې وه، مخه ونیسي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نابېنزیا متحده ایالات تورن کړل چې بحث ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اړ ایستلو سره د ده په وینا کړکېچ ته لمن وهي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نابېنزیا
په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نابېنزیا

د اوکراین پر سر د روسیې او لویدیځ ترمنځ د روان کړکېچ د هواري لپاره د هڅو په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به نن له خپل روسي سیال سرګي لاوروف او د بریتانیا له صدراعظم بورېس جانسن سره خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې جانسن نن اوکراین ته له سفر مخکې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره وغږیږي.

د بریتانیا د صدراعظم دفتر وویل چې جانسن به له پوتین څخه وغواړي چې د جګړې ترحده رسیدلي دغه خطرناک وضعیت څخه په شا شي.

XS
SM
MD
LG