د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۴۰

د اوزلوبې لیګ درېیم‌ پړاو سیالۍ په کب مياشت کې پیلیږي

ارشیف؛ په هرات کې وزلوبې دوهم پړاو سیالۍ
ارشیف؛ په هرات کې وزلوبې دوهم پړاو سیالۍ

د اوزلوبې لیګ درېیم‌ پړاو پچه‌ اچونه تېره ورځ رسماً د افغانستان ملي راډیو تلوېزیون په تالار کې وشوه.

د طالبانو د بدني روزنې او ورزش رياست په خپل فېسبوک پاڼه ليکلي چې د اوزلوبې لیګ درېیم پړاو کې په څلورو ګروپونو کې شپاړس لوبډلې لوبې کوي.

د دې رياست د معلوماتو پر بنسټ، ياد ليګ د کب مياشتې په لومړيو کې په کابل کې پيليږي چې لومړنۍ لوبه به د سرپل او سمنګان لوبډلو ترمنځ وي.

یاده دې وي چې د لوبو په دغه پړاو کې د بدخشان، سرپل، سمنگان، کابل، لوګر، بلخ، نورستان، بغلان، پنجشېر، فاریاب، کندز او بامیانو ولايتونو لوبډلې ګډون کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG