د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۹ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۱

افغانان: د کرونا د واکسین برخه کې د روغتیايي سکټور هڅې بریالۍ نه‌دي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان یو شمېر اوسیدونکي د کرونا ویروس له امله خپلې روغتیا ته اندېښمن دي او ادعا کوي چې روغتیايي سکټور د کرونا ویروس د واکسین برخه کې منظم پروګرامونه نه لري او نه دی توانیدلی چې دې برخه کې د خلکو باور خپل کړي.

د کابل ښار اوسیدونکې پلوشه وايي: "د ژمي په راتګ سره د کرونا پېښې بیا په ډيرېدو دي او له بلې خوا په روغتونونو کې لازم امکانات نشته، ورسره جوښت د واکسین په برخه کې خلک عامه پوهاوی نه لري، له مسوولینو غواړم چې دې برخې ته جدي پام واړوي."

دا مهال په دې برخه کې بله جدي اندېښنه چې مطرح کیږي هغه د واکسینونو د تاریخ تېرېدلو موضوع ده چې له افغانستان سره د مرسته شوېو دغو واکسینونو وخت کم پاتې او د واکسین د وېش پڅ بهیر دا اندېښنې دوه چنده کړي دي.

خو د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوېد هژیر بیا وايي، اوس مهال شااوخوا ۳،۸ میلیونه ډوزه د کرونا واکسین شته او د دې واکسین وېش بهیر هم په ښه ډول سره روان دی: "افغانستان کې یوازې د اسلامي امارات له راتګ وروسته شااوخوا ۳،۶ میلیونه کسان واکسین شوي دي او په ورځني ډول۱۱ زره کسان په ټول هېواد کې واکسینیږي."

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان کې یوازې ۳۷۷ مرکزونه د کووېډ-۱۹ واکسین لپاره موجود دي او د دې وزارت تازه شمېري ښيي چې تر اوسه پورې شااوخوا ۸ میلیونه کسان ټول افغانستان کې واکسین شوي، خو د روغتیا نړیوال سازمان بیا دغه شمېر له ۵ میلیونو زیات ښي.

XS
SM
MD
LG