د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۹

د ۱۹ کلنو څخه کم عمره افغان کرکټ لوبډله نیمه پایلوبې ته تیاری نیسي


د ۱۹ کلنو څخه کم عمره افغان کرکټ لوبډله
د ۱۹ کلنو څخه کم عمره افغان کرکټ لوبډله

د ۱۹ کلنو څخه کم عمره افغان کرکټ لوبډله د انګلستان پر وړاندې د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته تیاری نیسي.

دا سیالۍ راتلونکې سې شنبه د وېسټ انډیز د انټيګا ښار په سر ويوان ریچارډز لوبغالي کې ترسره کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډيو ته وویل چې راتلونکې لوبه مهمه ده او د ۱۹ کلنو څخه کم عمره افغان ملي لوبډله اوس د دې لوبې لپاره تیاری نیسي.

د افغانستان ۱۹ کلنو څخه کم عمره ځوانانو په خپله مخکېنۍ لوبه کې سریلانکا ته په ۴ منډو ماته ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووته.

ښاغلي هوتک دغه شان له زیمبابوې سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبې ځنډېدلو په اړه وویل چې د تخنیکي ستونزو له امله دا سیالۍ د دوهم ځل لپاره وځنډېدې، خو افغان لوبډله له بنګله دېش سره لوبې لري چې دوی غواړي لوبډله ورته تیاره کړي.

XS
SM
MD
LG