له کله چې طالبانو د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، تر ۱۰۰ زیات پخواني دولتي کارکوونکي له محاکمې پرته وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د وژنو دغه ادعاګانې پر واقعیت ولاړې دي.
د جرمني خبري اژانس د پروني راپور په حواله، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش امنیت شورا ته ویلي چې دوه پر درېیمه برخه وژنې د برحاله چارواکو او په هغوی پورې د تړلو کسانو له خوا شوي دي.
د سرمنشي د دغه داخلي راپور له مخې چې جرمني خبري ژانس وايي، یوه کاپي یې دوی ته هم رسېدلې، څه باندې ۵۰ مشکوکې وژنې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې تړلو کسانو کړي دي.
ملګرو ملتونو دغه ادعاګانې چې د اګسټ میاشتې له نیمايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت له خوا ترلاسه شوي، دقیقې بللې دي.
دغه ادعاګانې پخواني دولت د چارواکو تر څنګ د امنیتي ځواکونو د غړو او پوځي پرسونل د وژل کېدو په اړه دي.
راپور وايي، په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري حقونو فعالان او ژورنالېستان هم له حملو، فشارونو، ځورونې، جبري نیولو، ناوړه چلند او وژنو سره مخامخ شوې دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د مدني ټولنې ۸ غړي او ۲ د رسنیو کارکوونکي یا د طالبانو یا هم نورو افراطي وسلوالو یا هم نامعلومو حمله کوونکو له خوا وژل شوي دي.
طالبانو چې په دغو وژنو او سرغړونو کې خپل دخالت رد کړی، تر دې مخکې ادعا کړې وه چې پر ټول افغانستان واکمنان شوي چې ورسره د امنیتي پېښو اندازه هم تقریباً صفر ته راکمه شوې ده.