د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۰

کرکت؛ د پاکستان سوپر لیګ کې نن کويټه ګلېډيېټرز او پېښور زلمي سره مخ کېږي


د پاکستان سوپر لیګ
د پاکستان سوپر لیګ

پاکستان کرکټ سوپر ليګ د اووم پړاو سيالۍ پرون په کراچۍ کې پيل شوې.

د دې ۲۰ اووريزه سياليو لومړۍ لوبه د ملتان سلطانز او کراچي کینګز لوبډلو ترمنځ وشوه.

کراچي کينګز لومړی بېټينګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۴ منډې وکړې.

په ځواب کې ملتان سلطانز د درو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۹م اوور کې هدف تر لاسه کړ او لوبه يې په اوو ويکټونو وګټله.

نن به د کويټه ګلېډيېټرز او پېښور زلمي لوبډلو تر منځ سيالي کېږي.

په کوټه کې رحمن الله ګربز او په پېښور ټيم کې نجیب الله ځدراڼ لوبیږي.

په روانو سياليو کې شپږ لوبډلې برخه اخلي او ۳۴ لوبې به کېږي.

د فبرورۍ تر اوومې به لومړۍ ۱۹ لوبې په کراچۍ کې او د فبرورۍ له ۱۰مې به وروستۍ ۱۹ لوبې په لاهور کې کېږي چې پايلوبه به يې د فبرورۍ پر ۲۷مه وي.

XS
SM
MD
LG