د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۰

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نیمه پایلوبې ته ووته 


له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله
له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله

د افغانستان له ۱۹ کلنو کم عمره لوبغاړو د کرکټ د دې کتګورۍ د نړیوال جام په کوارتر فاینل لوبه کې سرېلانکا ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته ووتل.

پرونۍ لوبه افغان لوبډلو پیل کړه او په ۴۸ اوورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۴ منډې جوړې کړې.

د سرېلانکا لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۶ اوورونو کې وسوځېدل او ۱۳۰ منډې یې جوړې کړې.

په دې توګه افغانستان سرېلانکا ته د څلورو منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک بېګا په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل:" افغان له نولس کلنو کم عمره لوبډلې په کوارټر فاینل سیالۍ کې سرېلانکا ته ستره ماتې ورکړه. د ویلو ده چې د دې لوبو لپاره افغان لوبغاړو پوره چمتووالی نیولی و، او تمه لرو چې انشالله په نیم پایلوبه کې به هم د افغانستان لپاره د پام وړ لاسته راوړنې ولري."

د نولس کلنو د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام د جنوري په څوارلسمه په وېسټ اینډیز کې پیل شو او د فبروري تر پنځمې دوام کوي.

XS
SM
MD
LG