د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن له سرېلانکا سره مخ کېږي


له ۱۹ کلنو کشره لوبډله
له ۱۹ کلنو کشره لوبډله

د افغانستان د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډله نن د نړیوال جام په کوارتر فاینل کې له سرېلانکا سره مخ کېږي.

د افغانستان کرکټ بورد ویاند فرید هوتک ازادۍ راډیو ته وویل، دغه لوبه د کربین په انټیګوا کې د کابل په وخت نن ماښام په پنځه نیمو بجو پیلېږي.

د ښاغلی هوتک په خبره د افغانستان د کرکټ لوبډله یادې لوبې ته پوره چمتوالی لري.

افغان لوبډلې تر دې دمه د نولس کلنو کرکټ نړیوال جام کې د ګروپي دور دوه ټیمونه پاپوا نیوګينې او زیمبابوې ته ماتې ورکړي خو پاکستان ته یې بایللې ده.

نننۍ لوبه د کوارټر فاینل یا یو څلورم وروستي دور له سیالیو ده چې ګټونکی یې نیمه پایلوبې ته وځي.

XS
SM
MD
LG