د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۵

د پاکستان سوپر لیګ نن پیلیږي


ارشیف؛ د پاکستان سوپرلیګ 
ارشیف؛ د پاکستان سوپرلیګ 

د پاکستان سوپرلیګ لومړۍ لوبه نن د کابل په وخت د ماښام په اووه نیمو بجو د کراچۍ کېنګز او ملتان سلطان لوبډلو ترمنځ د کراچۍ ښار په ملي سټوډیوم کې ترسره کېږي.

په سږني PSL کې افغان ستوري محمد نبي عیساخېل، راشد خان، حضرت الله ځاځی، رحمان الله ګوربز او نور احمد لکڼوال هم اخیستل شوي دي.

محمدنبي به د کراچي کېنګز، راشد به د لاهور قلندرز، ځاځی به د پېښور زلمیو، ګوربز به د اسلام اباد یونایټیډ او لکڼوال به د کوټه ګلډيېټرز لوبډلو لپاره لوبېږي.

د شل اووریزو سیالیو دا لړۍ یوه میاشت- د فبروري تر ۲۷مې پورې دوام کوي او اوه لوبډلې په کې لوبیږي.

د PSL لوبې په ۲۰۱۶ کې پیل شوې او پخوا په متحده عربي اماراتو کې ترسره کېدلې خو سږکال په پاکستان کې دننه پلان شوې دي.

XS
SM
MD
LG