د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۶

اوکراین سره د روسیې ترینګلتیا؛ مسکو: د پوتین پرضد بندیزونه به دردوونکي وي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

په داسې حال کې چې بریتانیا او امریکا ویلي چې که روسیه پر اوکراین برید وکړي ښايي د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین بندیز ولګوي، کریملین وايي، دا کار به ولسمشر پوتین ته نه بلکې ډپلوماټیکو اړیکو ته زیان واړوي.

د کرملېن ویاند دیمیتري پېسکوف پرون چهارشنبه (د سلواغې ۶مه) په مسکو کې وویل، د ولادیمیر پوتین پر ضد بندیزونه به دردوونکي وي، خو له سیاسي نظره ویجاړوونکي نه وي.

پېسکوف همدا راز وویل، له قانوني پلوه د روسیې جګپوړي مشران له روسیې بهر د شتمنۍ او بانکي حساب له لرلو منع شوي دي.

د کریملین ویاند ډیمتري پیسکوف وویل، د ولادیمیر پوتین پرضد بندیزونه به له سیاسي نظره ویجاړوونکي نه وي.
د کریملین ویاند ډیمتري پیسکوف وویل، د ولادیمیر پوتین پرضد بندیزونه به له سیاسي نظره ویجاړوونکي نه وي.

پېسکوف دا خبرې وروسته له دې وکړې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د جنورۍ په ۲۵ مه نېټه په یوه نادر خبرداري کې وویل، پر اوکراین د روسیې د یرغل په صورت کې به په خپله پر ولادیمیر پوتین پر بندیزونو غور وشي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس هم د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دې ته په ورته اقدام به غور وکړي، وویل: "بریتانیا هېڅ شی نه ردوي."

په همدې حال کې پرون د اوکراین په پلازمېنه کییف کې د امریکا سفارت په یوه خپور کړي بیان کې امریکایانو ته خبرداری ورکړ چې د اوکراین نه اټکلېدونکي وضعیت ته په کتو له دې هېواده ووځي.

دا خبرداری په داسې حال کې ورکړل شوی چې د اوکراین په ختیځ او جنوب کې ‍د روسي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو له کبله ترینګلتیا زیاته شوې ده.

د امریکا سفارت ویلي چې د روسیې د پوځي اقدام له کبله وضعیت نور هم خرابېدای شي.

د امریکا سفارت په اوکراین کې له مېشتو امریکایانو غواړي چې همدا اوس له دې هېواده په تجارتي یا خصوصي الوتکو کې په وتلو غور وکړي.

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو

د اوکراین د پلازمېنې کییف ښاروال ویتالي کلیچکو هم یوه مرکه کې چې د سکایپ له لارې یې له کرنټ ټایم ټلوېزیون سره وکړه، نه اټکلېدونکي حالت ته په اشارې وویل: "په بیړنیو حالاتو کې موږ د خطر زنګونه لرو چې د ګواښونو په اړه خبرداری ورکوي. موږ به د ټلوېزیون او راډیو په شان ډله ییزو رسنیو ته اړتیا لرو چې د هغو اقداماتو په اړه معلومات وړاندې کړي چې خلک یې باید وکړي."

روسیې په ځلونو رد کړې چې پر اوکراین د حملې نیت لري، خو د لوېدیځو هېوادونو استخبارات وايي چې روسیې د اوکراین جنوبي او ختیځو پولو ته تر یو لک ډېر ځواکونه راوستي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG