د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

د کرملېن سر سخت منتقد الکسي ناوالني او ملګري یې د ترهګرو په لیست کې شامل شول


الکسي ناوالني
الکسي ناوالني

روسیې د کرملین زنداني منتقد الکسي ناوالني او د هغه یو شمېر متحدین یې په خپل تروریستي او افراطي لیست کې شامل کړي دي.

د ناوالني او د هغه د یولسو همکارانو، لیوبوف سوبل، ویاچیسلاف ګیمادي، ګورګي البوروف، روسلان شاویدینوف، پاول زیلینسکي، لیلیا چانیشیوا، زاخر ساراپولوف، کسنیا فادیوا، ایګور بوتاکوف، وادیم اوستانین او اندري فاتییف نومونه د سې شنبې په ورځ د روسفین مانیتور په نوم په هغه لیست او ردیف کې راڅرګند شول چې په هغه کې د طالبانو او اسلامي دولت ډلې په څېر د ترهګریزو سازمانونو نومونه درج کېږي.

دغه کسان چې نومونه یې اخیستل شوي ډیری یې له روسیې وتلي دي.

دا اقدام په داسې حال کې شوی چې د ناوالني غیر قانوني اعلان شوې سیاسي شبکه او مدني ټولنه تر سخت فشار لاندې ده.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو ویاند پیتر ستانو د کرملین له لوري دا تازه خپور شوی لیست په روسیه کې د انتقادي غږونو د غلي کېدو یوه برخه بللې ده.

بل لور ته د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس څرګنده کړې ده چې دا په روسیه کې د خپلواکې مدني ټولنې ځپل دي.

بل لور ته د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس
بل لور ته د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس

تر دوو اونیو لږ وخت کېږي چې د ناوالني دوه نور همکاران لیونید والکوف او ایوان زدنوف دې لیست ته ور زیات شوي وو.

د قانون له مخې د دې کسانو بانکي حسابونه باید سمدستي کنګل شي.

همداراز دا کسان چې نومونه یې په لیست کې راغلي دي له بانکي کارتونو استفاده نه شي کولای، پور نه شي اخیستلی او د کار اجازه نه لري، که چېرته په رېل ګاډي یا الوتکه کې سفر کوي د دوی عادتاً ځانګړې پلټنه کېږي.

اغلې سوبول ویلي دي چې داسې نه ده چې د دې پریکړې تمه یې نه لرله ځکه چې دا د دې په وینا د پوتین له منطق او عمومي فشار سره سمون خوري چې دا مهال په روسیه کې د اپوزسیون په وړاندې کارول کېږي.

نوموړې زیاته کړه چې پوتین هر هغه څوک چې د ده نه خوښیږي هغه په تروریستي او افراطي لیست کې ور زیاتوي.

XS
SM
MD
LG