د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۵ کابل ۱۱:۱۰

طالبانو د رسنیو او خبریالانو د وضعیت په اړه د خبرې کنفرانس مخه نیولې

افغان خبریالان
افغان خبریالان

د افغانستان د ژورنالیستانو او رسنیو فدراسیون وایي طالب چارواکو ورته ویلي چې د دوی له هدایت پرته د خبري ناستو د جوړولو اجازه نه لري.

د دغه فدراسیون غړي میرعلي اصغر اکبرزاده په یو ویډیویي پیغام کې چې رسنیو ته یې استولې ویلي، ټاکل شوې وه چې نن په کابل کې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو د وضعیت د څرنګوالي په اړه یوه خبري ناسته جوړه شي خو طالبانو د دغې ناستې د جوړېدو مخه نیولې ده.

ښاغلی اکبرزاده د طالبانو د حکومت له چارواکو غواړي چې د دا شان ستونزو د حل لپاره دې ژر تر ژره خپل طرزالعمل له رسنیو او خبریالانو سره شریک کړي.

نوموړی وایي:" ټاکل شوې وه چې د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون کنفرانس نن د ۱۴۰۰ کال د چنګاښ په ۲۶مه نېټه جوړ شوی وی، چې ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو به په کې حضور درلودای، خو له بده مرغه دا کنفرانس د اسلامي امارت د مسؤلینو د شفاهي هدایت له امله لغوه شو او موږ ته د کنفرانس د جوړولو اجازه را نه کړل شوه، او د هغوی لارښوونه دا وه چې تر هغه وخته چې د اسلامي امارت هدایت نه وي، تاسو حق نه لرئ چې دا ډول کنفرانسونه جوړ کړئ."

د افغانستان د خبریالانو او رسنیو د فدراسیون د دارالانشا له خوا په خبرپاڼه کې چې د طالبانو له خوا د غونډې د ځنډولو په غبرګون کې خپره شوې ویل شوي، د افغانستان د ژورنالیستانو او خبریالانو فدراسیون له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې د شته ستونزې د څېړلو او د خبري ناستو په دایرولو کې د فدراسیون له غړو سره د همغږۍ په رامنځته کولو کې قانوني همکاري وکړي.

وموغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند نظر هم ولرو خو زموږ پوښتنو ته ځواب را نه کړل شو.

له دې مخکې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته ویلي و چې د رسنیو د قانون د ځینو برخو له بیا کتنې او تعدیل وروسته به دا قانون عملي شي.

د خبري ناستو او راپورونو د سانسور لپاره هڅې، د طالبانو له لوري د خبریالانو وهل ډبول او ګواښونه هغه ادعاوې دي چې دې وروستیو کې خبریالان او رسنۍ ترې شکایت کوي.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG