د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

باز محمد مبارز د رزمي ورزشونو فدراسیون له ریاسته استعفا وکړه


باز محمد مبارز
باز محمد مبارز

باز محمد مبارز د رزمي ورزشونو فدراسیون له ریاسته استعفا وکړه.

مبارز پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي دي، د مدیریتي ستونزو او دغه شان د فدراسیون په چارو کې د مداخلې له امله د رزمي ورزشونو فدراسیون له ریاسته استعفا کوي.

مبارز په خپل استعفا لیک کې لیکلي دي چې د ورزش اداره د ټولو ملي او نړیوالو قوانینو او مقرارتو خلاف د فدراسیونونو په چارو کې لاسوهنه کوي او د خپلو پلانونو د تطبیق هڅه کوي.

خو نوموړي د دغو پلانونو په اړه ډېر معلومات نه دي ورکړي.

هڅه مو وکړه چې د ښاغلي مبارز د استعفا د دلایلو په اړه نور جزئیات هم ولرو، خو ښاغلي مبارز زموږ اړیکو ته ځواب را نه کړ، خو د استعفا په متن کې یې لیکلي دي چې ډېر ژر به ټول جزئیات له خلکو سره شریک کړي.

باز محمد مبارز له تېرو درېیو کلونو راهیسې د رزمي ورزشونو فدراسیون انتخابي رئیس و او له انتخابېدو وړاندې یې هم دوه کاله په افتخاري توګه د دې فدراسیون مشري کړې وه.

XS
SM
MD
LG