د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

جرمني کې ۱۰۰ زره کسان په ۷ ورځو کې په کووېډ-۱۹ ناروغۍ اخته شوي


جرمني
جرمني

په جرمني کې په ځانګړې توګه برلین ښار کې د کرونا ویروس پېښې مخ پر زیاتېدو دي.

په دې ښار کې په اوو ورځو کې سل زره کسان په 'کووېډ-۱۹' اخته شوي دي.

د دې هېواد نفوس ۸۲ ملیونه دی او د ناروغیو د کنترول ادارې رابرټ کاخ انستیتوت ویلي چې ۴۱،۷ ملیونه کسانو وقایوي واکسین تر لاسه کړی.

په جرمني کې وضعیت ځکه سخت دی چې د ټول نفوس اوسط عمر لوړ او د هغو کسانو چې نه دي واکسین شوي، شمېر زیات دی.

په جرمني کې لوړ شمېر خلک په کرونا ویروس اخته شوي
په جرمني کې لوړ شمېر خلک په کرونا ویروس اخته شوي

زرګونو کسانو د جنورۍ په ۲۲مه نېټه د واکسینو د لازمي کېدو او کرونا ویروس له خپرېدو سره اړوندو محدودیتونو پر ضد لاریون وکړ.

نیوزیلاند له هغو هېوادونو دی چې د اومیکرون بڼې د خپرېدو مخه یې نیولې خو د دې هېواد صدراعظمې جسیندا اردرن تېره اوونۍ وویل چې د 'کووېډ-۱۹' د دې بڼې د خپرېدو مخه نیول ناشونې ده.

دې د جنورۍ په ۲۳مه اعلان وکړ چې هېواد به یې وروسته له هغه چې د اومیکرون ۹ نوې پېښې په کې ثبت شوې،له یو شمېر بندیزونو سره مخامخ شي.

مثبتې پېښې په یوه کورنۍ کې ولیدل شوې چې په یوه واده کې يې ګډون کړی وو چېرته چې سل نور مېلمانه هم وو.

د هغې الوتکې چلوونکی او ستویوارد دواړه مثبت شوو چې دې کورنۍ په کې سفر کړی وو.

په محدودیتونو کې په عمومي ترانسپورت کې ماسک پر مخ کول او د خلکو پر راټولېدو بندیزونه شامل دي.

خو اردرن وویل چې دا به ګرځبندیز نه وي او تجارتونه کولای شي خپل فعالیت ته دوام ورکړي او خلک له خپلو کورنیو او ملګرو سره لېدو ته سفر هم کولای شي.

نوي بندیزونه د راتلونکې میاشتې تر پایه لګول شوي دي.

صدارعظمې اردرن همداراز وویل چې دې او کوژدن یې پرېکړه کړې چې په نیوزیلاند کې د اومیکرون د خپرېدو له کبله د خپل واده مراسم وځنډوي.

XS
SM
MD
LG