د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۷

د ارزګان قصابان او غوښې پلورونکي: ځینې کسان ان میاشت کې هم غوښه نه وړي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین په تړاو اندېښنې د هرې ورځې په تیرېدو لاپسې ډیریږي.

د افغانستان په جنوبي ولایت ارزګان کې هټیوال وايي، دغه ولایت کې خلک اوس د هغه ډول خوړو او یا هم نورخوارکي توکو د پیرلو توان نه لري چې باید یو انسان یې وخوري.

دوی وايي، له کله راهیسې چې طالبانو پر افغانستان واکمن شوي، دغه هېواد کې په لکونو کسان بې کاره شوي، ورسره دغه ولایت کې هغه کسان چې پخوا به یې هره ورځ لوړ قیمت لرونکي خوراکي توکي پېرل اوس یې په میاشت کې یو ځل هم نه وړي.

له ډلې یې دغه ولایت کې قصابان او یا هم غوښې پلورنکي وايي، د خلکو د اقتصادي وضعیت د خرابېدو او د تېر نظام په ړنګيدو سره ډېر کم شمېر خلک له دوی غوښې پیري.

نجیب الله چې ترینکوټ ښار کې له کلونو راهیسې د قصابۍ هټۍ لري ازادي راډيو ته یې وویل: "کارونه په ټپه دريدلي، اړ کېږو چې نورو کسبونو ته لاس واچوو، تېرو وختونو کې به مو غوښې پلورلې، اوس ما په ۱۹۰۰ زره افغانۍ يو پسه وپیره، کله مې چې حلال کړ حساب مې وکړ، ماته يې ۵۰۰ افغانۍ ګټلې، خو درې ورځې هغه غوښې پرتې وي، هېچا نه پیرلې، د هرې ورځې په تيرېدو سره غوښې وچېږي، وزن يې کمېږي."

د ترینکوټ ښار
د ترینکوټ ښار

یو شمېر نړیوال سازمانونه وايي، واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، تېرو پنځو میاشتو کې افغانستان د بشري او اقتصادي ناورین تر ټولو بدې مرحلې ته رسېدلی.

قصابان هم د نورو خلکو په څېر د هېواد اقتصادي وضعيت ته اندېښمن دي او له طالب مشرانو څخه غواړي چې د نورې نړۍ سره دې تعامل وکړي، څو افغانستان کې د خلکو دريدلی روزګار وچلېږي.

له ډلې یې محمد جان وايي: " د نړۍ په غوښتنو کې د اسلام خلاف داسې کوم شی نه ښکاري، نو موږ د اسلامي امارت څخه غواړو دوی باید هوکړه ورسره وکړي، څو افغانستان کې د خلکو اقتصادي وضعيت سم شي په اوسنيو حساسو شرايطو کې د ټولو خلکو کارونه بند دي، ډېری خلک يوازې د ژوند هغه مهم توکي پیري."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانکي زېرمه په نړیوالو بانکونو کې لا هم کنګل ده. تازه لسګونه امریکایي ډموکراټ سنارتورانو د امریکا له ولسمشر جوبایډن ته د یوه لیک په استولو سره له هغه غوښتي چې افغانستان کې د بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاه د افغانستان د کنګل شوېو پیسو ډېره برخه خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG