پاکستان وايي، د کرونا وبا له پیله یې پرون جمعه(د سلواغې ۱) د لومړي ځل لپاره په کووېؤ-۱۹ناروغۍ د اخته کسانو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړې ده.
د رسمي ارقامو له مخې پرون د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې له ۷۶۰۰ د زیاتو مثبتو پېښو راپور ورکړل شو.
د روغتیايي خدماتو په چارو کې د صدراعظم ځانګړي استازي فیصل سلطان د کرونا د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړه: "موږ د کرونا د وبا په پنځمه څپه کې یو. په لویو ښارونو کې د کرونا مثبت موارد په زیاتېدو دي. مثبت موارد یوازې په کراچۍ ښار کې په سلو کې ۴۰ زیات شوي. د لاهور، اسلام آباد او حیدرآباد په څېر په یو شمېر نورو ښارونو کې هم مثبت موارد په زیاتېدو دي."
پاکستاني چارواکي وايي، ډېری ناروغان د کرونا په اومېکرون بڼه اخته شوي.
په پاکستان کې د کرونا ضد واکسین د تطبیق بهیر سوکه پرمخ ځي او تر اوسه د دې هېواد په سلو کې یوازې څلوېښت وګړي واکسین شوي دي.