د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

د وژل شوې زینب کوژدن د خپلې مېرمنې د قاتل د قصاص غوښتنه کوي


زینب
زینب

د وژل شوې زینب کوژدن د خپلې مېرمنې د قاتل د قصاص غوښتنه کوي.

عبدالمجید بشریار ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو د ده د کوژدنې کور ته د عذر په ډول پیسې وروړې دي خو دی وایي چې زموږ غوښتنه دا ده چې قاتل علني محاکمه شي او شریعت پرې تطبیق شي.

بشریار وایي:" دوی چې راغلل ویل یې دا تېروتنه د اسلامي امارت له لوري شوې ده د دیارلسمې حوزې له خوا، موږ له تاسو بخښنه غواړو. په معذرت غوښتو څه نه کېږي. موږ د کورنۍ یوه ځوانه، داسې څوک چې ډوډۍ یې کورنۍ ته ورکوله. د هغې ژوند مو تباه کړ بیا ترې بخښنه غواړې، دا بخښنه نه څه درد دوا کوي او نه څه ترې جوړېږي، موږ د قصاص غوښتنه کوو."

د زینب د کورنۍ په وینا دا تېره اوونۍ د پنجشنبې په شپه ( د مرغومي ۲۴) له یوه واده کور ته راتله چې د کابل د ۱۳ حوزې مربوط د ګولایي په سیمه کې د طالبانو د پوستې له لوري په ډزو ووژل شوه.

زینب په بانک کې کار کاوه. دې پنځه میاشتې مخکې کوژده کړې وه.

د طالبانو ویاند محمد نعیم په ټویټر کې لیکلي دي چې زینب سهواً وژل شوې ده او قاتل نیول شوی دی چې سزا به ورکړل شي.

بشریار وایي چې دوی د قاتل د لیدلو هیله کړې خو تراوسه یې نه دی ورښکاره کړی او حتی طالبانو دا نه دې ورته ویلي چې نوم یې څه دی، نو دا تمه نه لري چې د زینب قاتل به سم محاکمه شي.

بشریار زیاتوي:" موږ د اسلامي امارت د کورنیو چارو له وزارته د عدالت د پلې کېدو غوښتنه کوو خو فکر نه کوو چې زموږ دا غوښتنه دې ومنل شي. موږ د دې قاتل د علني محاکمې غوښتنه کوو."

د زینب کورنۍ ته طالبانو شپږ لکه افغانۍ وړاندې کړې دي.

که څه ښکاره یې نه دې ویلي چې دا د دیه په توګه ومني خو د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت د یوه مرستیال په مشرۍ چې کوم پلاوی د دوی کورته ورغلی و، د دې د کورنۍ غړیو ته یې ویلي دي چې د عذر د یوه دود په ډول دې دا پیسې واخلي.

XS
SM
MD
LG